د پخواني طالب‌مشر په اړه کتاب خپور شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): د پخواني طالب مشر شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله د پېژندنې، کارنامو او هڅو په اړه ځانګړی کتاب خپور شو.

دا کتاب د طالبانو د فرهنګي کمیسیون په هڅو د سید شریف په نوم یو تن را ټول کړی، چې لیکنې يې د بېلابېلو لیکوالو دي.

کتاب په پنځو څپرکو او ۳۳۰ مخونو کې خپور شوی، چې د شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله پر ژوند، کارنامو او هڅو پکې خبرې شوې دي.

د کتاب په سریزه کې راټولونکي لیکلي: «دغه کتاب دمنصور صاحب تاریخ نه دی، خو بې له شکه چې په منصور پیژندنه اوتاریخ لیکلوکې به یې مرستندوی واقع شي. مؤرخین او محققین په همدغه اثر کې دمنصور صاحب دشخصیت او کارنامو په اړه کره معلومات او دخپل وخت د پوهانو او څېړونکو تاثرات، معلومات او شننې موندلی شي.»

د کتاب د موضوعاتو په اړه د سریزې په یوه برخه کې راغلي: «لومړي څپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین ویناوې، پیغامونه، داسلامي امارت اعلامیې، د شهید منصور صاحب دخدمتونو او شهادت په اړه دمشرتابه بیانونه او تاثرات اوډل شوي دي.

په دوهم څپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین د زعامت او کارنامو او دجهادي صف دوحدت په اړه د بیلابیلو عالمانو، شنونکو او قلموالو تاثرات، شننې او څېړنې رایوځای شوې دي.

په دریم څپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور  دشخصیت، کارنامو او شهادت په اړه د بېلابېلو عالمانو او لیکوالو تاثرات، خاطرې، څېړنې او ارزونې دي.

په څلورم څپرکي کې دمنصور صاحب دشهادت دلومړي تلین په مناسبت لیکل شوې مقالې اوتبصرې را ټولې شوې دي او په پنځم څپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین رحمه الله د شهادت ددوهم تلین په مهال دلیکوالانو او څېړونکو له خوا وړاندي شوي نظریات او معلومات راغونډ شوي دي.»

شهید ملا اختر محمد منصور رحمه الله چې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته د طالبانو مشر وټاکل شو، چې د مسؤلیت په لنډه موده کې د طالبانو په سیاسي او نظامي برخه کې يې هڅې د نړۍ د پام وړ وګرځېدلې.

طالبان د نورو کمیسیونونو تر څنګ فرهنګي کمیسیون هم د خپلو خپرونو لپاره فعال ساتي، چې په څو ژبو انلاین، چاپي او ویډيويي خپرونې لري.

دا کتاب پر دلته ښکته کولی شئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د