
ارګ د سولې په نوم د «مشورتي بورډ» غړي اعلانوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): زلمی خلیلزاد افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی چې د خپل شپږ میاشتني ماموریت په لړ کې پر دویم سفر بوخت دی.
د خلیلزاد د هڅو تر څنګ ارګ وايي دوی د ښځو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د پوهنتونو له استادانو یو ګډ مشورتي بورډ جوړوي چې د سولې په برخه کې به ګواکې مشورې ترې اخلي.
سرچینې نه دي ويلي چې د سولې شورا تر څنګ به د دې بورډ توپیرونه له دې شورا سره څه وي، خو ویلي يې دي چې روانه اوونۍ کې به يې غړي اعلان شي.
د ارګمشر د ویاند یو مرستیال شاه حسین ازادي راډیو ته ویلي، چې دې بورډ سره به د سولې اړوند بېلابېلې مشورې ترسره کېږي.
د دې بورډ د غړو په اړه لا څه نه دي ویل شوي، خو سرچینې وايي د نوومبر په ۱۶مه اشرف غني د تېر جهاد له ځینو مشرانو سره کتلي دي.
له ارګ نه زلمي خلیلزاد هم غوښتي و، چې یو «با صلاحیته» پلاوی ورته معرفي کړي.
حکومت اندېښنه لري چې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرو کې دوی څنډې ته ټېل وهل شوې دي.