دفاع وزارت د ځواکونو د تلفاتو له امله پوستې را ټولوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې ډاکټر غني د خپلو معلوماتو له مخې یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸زره ځواکونو وژل کېدو خبر ورکړ، دفاع وزارت وايي ځينې پوستې را ټولوي.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاويد وايي، دوی پر نوې ستراتېژي کار کوي، چې پوستې به راټولې او په ځينو مهمو ځایونو کې به پر بیسونو بدلې شي.

هغه له رسنیو سره خبرو کې وویل، له تېرو دریو میاشتو راهیسې يې پر دې ستراتېژۍ کار کړی او په وینا يې دا به ډېره ګټه وکړي.

جاوید يې علتونه دا په ډاګه کوي چې ځواکونه به روحیه واخلي او تهاجمي عملیات به زیات شي.

دا په داسې حال کې دی چې حکومت تازه دا هم ویلي چې ځواکونو ته يې د «پراخو تهاجمي» بریدونو امر کړی دی.

طالبانو ویلي دا ډول «پروپاګند» یوازې د دې لپاره کېږي چې د عسکرو لړزېدلې پښې یو څه راټینګې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د