محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت د ویاند مرستیال

دفاع وزارت: پر دولت د خلکو بې باوري جلب‌وجذب کم کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت د دولتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو او کمښت د دلایلو په لړ کې دا هم ويلي، چې پر دولت د خلکو باور له منځه تللی او د جلب‌وجذب لړۍ کمه شوې ده.

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډيو ته ويلي، د دې تر څنګ چې خلک پر دولت بې باوره شوي، اکمالاتو کې هم ناتوانه دي.

رادمنش زیاته کړه: « په خلکو کې پر دولت د بې اعتمادۍ له کبله لږ خلک د پوځ په لیکو کې خدمت ته تیارېږي او پوځي تجهیزات، لکه څنګه چې دفاع وزیر په پارلمان کې وویل، نشته، اکمالات هم له خنډ سره مخامخ دي.»

د فراه ځايي چارواکي وايي چې یوازې تېره اوونۍ کې تر سلو ډېرو ځواکونو سرونه خوړلي او د فراه د ولایتي شورا د مرستیال په وینا۶۰ تنه پر یو ځای تسلیم شوي دي.

نیویارک ټایمز هم تېره ورځ د حکومتي سرچینو په حواله وايي، چې تېرو څو ورځو کې نږدې درې سوه ځواکونه وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند هم وايي چې د طالبانو خښ کړل شوي ماینونه د تلفاتو او ګواښونو زیاتېدو علتونه دي او هوايي برخه کې بیا د دوی چورلکې زړې دي.

هغه وویل په تېر یوه کال کې اته چورلکې را نسکورې شوې، چې دی يې علت تخنیکي عوارض ګڼي.

ازادي راډيو د پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل له خولې وايي، پوځ د حکومت د مشرانو تر منځ وېشل شوی او رهبري يې د مسلکي خلکو پر غاړه نه ده .

هغه وايي، یوازې پر دې خاطر چې دا د پلاني خان زوی یا د پلاني ګوند غړی دی، باید مقرر شي، نور يې نو وړتیا، سواد او تجربې پسې څوک نه ګرځي.

د دې تر څنګ د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید دعوه کوي چې د عسکرو روحيه ان د طالبانو په پرتله «پیاوړې» ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

(د دفاع وزیر غفور احمد جاوید) ؟؟!!!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د دفاع وزارت، امنیتی ځواکونو ، حکومت او دولت نومو تر یادولو دمخه باید وویل شی چه خپلواکو که بلواکو هیوادو کی ؟ خپلواکو هیوادو کی چه دولت او حکومت د خلکو له خوا رامنځټه او د خلکو د ګټو د پاره چارواکی وی نو یوه ډله د بلی ډلی سره د کار کولو په رقابت او خلکو ته د ګټو رسولو د پاره خلکو سره په هغو کړنو کی د ښه ترسره کولو ژمنی کوی چه نیمګړتیا لری ، کله چه هغه چارواکی د څه دلایلو له مخی هغه ژمنی پرله پسی تر سره نه کړی د اولسونو باور… نور لوستل »