
ننګرهار؛ د داعش مرستې ته راغلي ۱۶ کمانډویان وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): ننګرهار خوږیاڼو کې د داعش مرستې ته راغلي بهرني او دولتي ځواکونه د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
ګډو ځواکونو د خوږياڼو په زاوي سیمه کې پر هغو طالب سرتېرو چاپه ووهله، چې له داعشي جګړه مارو سره پر مبارزه بوخت دي.
طالبان وايي درې تنه ملګري يې له لاسه ورکړي او درې نور ژوبل دي، خو ۱۶ کمانډو عسکر يې ځای پر ځای وژلي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تیره شپه دننګرهارولایت خوګیاڼو ولسوالۍ زاوي سیمه کې امریکایي اشغالګرو او غلامانو په هغو مجاهدینو چې له داعشي فتنه ګرو سره په جګړه بوخت وو، چاپه وهلې، چې له سخت غبرګون سره مخامخ شول، ۱۶ کمانډو عسکر وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي، په نښتو کې ۳ مجاهدین شهیدان، ۳ نور ژوبل شوي.»
د ننګرهار ځايي چارواکو د دې تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.