امریکایانو سره په وروستیو ناستو کې «ملافاضل» او «خیرخوا» هم ګډون کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې او طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره لیدلي او درې ورځې پرلپسې یې غونډې کړي دي.

د تېرې چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو او امریکايي پلاوي اوږدې ناستي کړي او د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم دواړه لوري دغې پروسې ته خوشبینه ښکاري.

نن ټکی اسیا ته یوې باخبري سرچینې ویلي چې په وروستیو ناستو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی درستیز (ملا فاضل اخوند) او د کورنیو چارو وزیر (ملا خیرالله خیرخوا) هم ګډون کړی و.

ملا فاضل او خیرخوا له ګوانتنامو زندانه د ازاد شویو هغو پنځو طالب مشرانو له ډلې څخه دي چې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو مشر (شیخ هبت الله اخندزاده) د سیاسي دفتر د غړیو په توګه وټاکل.

په عین حال کې زلمي خلیلزاد ته یوې نیژدې سرچینې هم رسنیو ته ویلي چې نوموړی وروستیو پرمختګونو او خپلو سفرونو ته خوشبینه ښکاري.

خلیلزاد قطر هیواد ته تر تګ مخکې په متحده عرب اماراتو کې د سعودي، اماراتي او افغان چارواکو سره څلور اړخیزه ناسته کړې وه او هلته یې د افغان سولې په اړه د خلیجي هیوادونو لېوالتیا ستایلې وه.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر کتلو وروسته نن د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دوی د ګوانتانامو له زندانه نوی را خوشی شوی خو تاسی وایی د دفاع لوی درستیز او د داخلی وزیر. داسی ښکاری چه دوی لا تر اوسه پوری برحاله پکار وي. ملا صیب عمر دری کاله ورک وو او درک یی نه لږیده هغه وخت هم هغه د یوه مشر په صفت یادیده ####.

جميل
میلمه
جميل

الحمدلله ثم الحمدلله
اوس ئې ښه خوند وکړ.
الهې امريکا ، کفار او منافق ملګري ئې نورهم ذليله کړی . آمين يا رب العالمين

مجاهد
میلمه
مجاهد

اسلامی امارت د طالبانو د ګوند نوم نه بلکه د هعوی د اسلامی حکومت نوم وو . د هغه ملی او اسلامی خپلواک حکومت په ضد افغانان نه بلکه امریکا وحشیانه برید وکړو زمونږ هیواد یی اشغال او زمونږ د خپلواک اسلامی امارت په ځای یی اوسنی غلامه ، فاسده او ناوړه اداره په دندو وګمارله . د سولی سره خو د کابل غلامه اداره سل په سلو کی مخالفه ده که موافقه هم شی د هیڅ خبری واک او صلاحیت نه لری حتی د کور دننه واک او صلاحیت نه لری او د قضایی مصونیت په ورکولو د امریکایانو… نور لوستل »