واشنګټن پوسټ: انتخابات او د طالبانو سره مذاکرات په ټکر کي سره واقع سوي دي

واحد فقیري

ورځپاڼې د نومبر پر ۱۵ لیکي، ټاکلې سوې ده چي په افغانستان کي د جمهوري ریاست انتخابات د اپریل پر ۲۰ مه باندي وسي، خو همدا اوس سیاسي فضا تاوجنه سوې ده، ځکه اشرف غني غواړي چي بیا کاندید وي، او نور سیاستوال ئې په مقابل کي ایتلافونه جوړوي. سیاسي مبصرین خبرداری ورکوي چي دا حالت به وطن پر قومي او سکتوري لیکو باندي ووېشي. او سیاسي قطبونه به د سمت پر اساس سمبال سي.

په عین زمان کي، د طالبانو سره د امریکا خبري په شدت رواني دي، او په طالبانو کي هم د مذاکراتو لپاره شوق زیات سوی دئ. ځیني سیاسي تحلیلګران عقیده لري چي د سولي مذاکرات تر انتخاباتو زیات اهمیت لري. د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ښاغلی صافی وايي،«اساسي قانون د سولي په پرتله مهم نه دئ. که چیري سوله اعاده کېږي، انتخابات باید ورته وځنډول سي.»

واشنګټن پوسټ کاږي رپوټونه وايي د ټرمپ حکومت غواړي چي د سولي لپاره انتخابات وځنډوي. ویل کېږي چي خلیلزاد همدا مفکوره د طالبانو سره مطرح کړې ده.

خو د اشرف غني حکومت اصرار کوي چي انتخابات به د اساسي قانون سره سم پر وخت وسي. دغه راز اشرف غني د سولي د مذاکراتو د پرمختګ لپاره نور ټول سیاسي بدیلونه، لکه لویه جرګه او موقتي حکومت، رد وي.

اشرف غني خپله هم د طالبانو سره د سولي وړانديز کړی دئ، خو تېره هفته طالبانو په مسکو کي د اشرف غني حکومت وغندی، ځکه همدې کانفرانس ته بې تجربې او بې صلاحیته هیات ورلېږلی وو.

په کابل کي دېره سیاسي تحلیلګر ښاغلی حارث ودان وايي،«د مسکو غونډه د روسیې د دپلوماسۍ او طالبانو لپاره یوه لویه کامیابي وه، خو د افغان حکومت لپاره ستر بایلات ول.» د مسکو فورمټ راوروسته، طالبانو سترو نظامي حملو ته ملا تړلې ده، او زیاتي سیمي ئې لاندي کړي دي.

همدې سیاسي او نظامي شاتګ او ناکامیو، د غني د حکومت اعتبار لا کمزوری کړی دئ، او د مانورې ساحه ئې لا ور تنګه کړې ده، او د نورو کاندیدانو لپاره ئې فرصتونه ایجاد کړي دي.

ښاغلی هارون میر وايي،«طالبان نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي، ځکه هغوی ئې نامشروع ګڼي. حتی که چیري غني بیا انتخابات وګټي او یا پسي واخیستل سي، بیا به هم د انتخاباتو نتایج د تقلب سره ملګري وي. د آینده حکومت مشروعیت به کمزوری وي، او دا واقعیت به طالبان لا غښتلي کړي.» هارون میر علاوه کوي،«د انتخاباتو نتایج به د سولي پر خبرو باندي بنیادي اغېزه ولري. که چیري د افغان سیاستوال وېشلي وي، او د طالبانو په مقابل کي یوه متحده جبهه و نه لري، طالبان به په مذاکراتو کي زیات امتیازات ترلاسه کړي. پدې وخت کي موږ یو داسي مشر ته اړتیا لرو چي خلک سره متحد کړي، نه یو داسي رهبر ته چي خلګ لا سره وېشي.»

یونس قانوني وايي انتخابات یو جدي چنلج دئ، او ښايي ملک پر شمال او جنوب باندي سره ووېشي. هغه وايي نن سبا حالات تر ۲۰۱۴ زیات خراب دي.‌ د ۲۰۱۴ انتخاباتو دونه جنجالي او قلابي ول چي امریکا مجبوره سوه چي مداخله وکړي.

که څه هم اکثره افغانان د جنګ ختمول غواړي، خو د طالبانو ځیني غوښتني د هغوی لپاره د هضم وړ نه دي. طالبان دغه راز له امریکا څخه غواړي چي ټول عسکر وباسي، او خپل نظامي اډې وتړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زما په اند ليکونکئ تراوسه پدې ندئ خبر چي طالبان دا دولت مزدور، غلام اوبيواکه بولې، طالبانو په وار وار دا ويلې چي د دوې مزاکرات دوه بعده لري چي يو ئې بهرنۍ او بل ئې کورنۍ بعد دئ، کله چي بهرنۍ بعد حل شو بيابه په کورنې بعد د غلامانو سره يوازي د هغو په تسليمې خبري ورسره وکړي نه پر امتيازاتو، امتيازات به سل په سلو کي د طالبانو وي، کوم څوک چي اهل د کار وي ، خائن او جنايتکاره نوي طالبان به هرومرو کارورکړي. ليکونکۍ په هره ليکنه کي تکراري وائي چي اوس يو پياوړۍ رهبر… نور لوستل »