میدان وردګ؛ هوايي برید کې د وژل شویو ملکیانو تدفین

د امریکايي بمونو اصلي قربانیان څوک دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د رسنیو د وروستیو راپورونو پر اساس امریکايي ځواکوانو د ۲۰۱۸ کال د جنوري د میاشتې له لومړې نیټې څخه د سپتمبر تر میاشتې پوري په افغانستان کې ۵۲۱۳ بمونه غورځولي دي.

یاد شمیر بمونه د ټرمپ د جنګي ستراتیژي د پلي کیدو لپاره ډیری پر ګڼ میشتو ولسي ځایونو غورځیدلي چې ټول زیان یې ولسي وګړو ته اړولی او له امله په سلګونو زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا چې مونږ وایو د دې بمونو اصلي متضررین ولسي خلګ دي دلیل مو دا دی چې د ټرمپ ستراتیژي له پلي کیدو راهیسي طالبان ځواکمن شوي او عملا وینو چې تر پخوا يي زیاتې سیمې د کابل رژیم له تسلطه ایستلي.

پر امریکايي او دولتي اهدافو یې د بریدونو شمیر زیات شوی او په زیاته اندازه یې هغوی ته ځاني مرګ ژوبله اړولي.

د فراه او غزني ولایت مرکزونو او لسګونو نورو ولسوالیو د همدې جنګي ستراتیژي د تطبیق په مهال سقوط کړی او د دولت ترټولو ځواکمن پوځي قومندانان جنرال رازق، جنرال قهرمان ، جنرال عزیزالله کاروان او حبیب الله باشي هم د یادې ستراتیژي د عملي کیدو په وخت کې وژل شوي دي.

طالبان د خپلو جنګي تکتیکونو په بدلولو سره اوس بلد شوي چې څرنګه وکړای شي خپل ځان د هوايي بریدونو او بمونو له شره وژغوري.

په راپور کې د هر کال د هوايي بريدونو شمير ښودل شوی دی.

همدا وجه ده چې د امریکایي ۵۲۱۳ غورځول شویو بمونو له امله د ټول هیواد په کچه یو طالب مشهور قومندان نه دی وژل شوی که احیانا وي هغه به د نیست په شمار وي.

که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه رژیم نور هم غواړي چې د بمونو په زور پر افغان ولس د خپل فاسد حکومت بقاء ته دوام ورکړي نو د دوی د حکومت ساحه به یواځې د ولایاتو په مرکزونو کې تر دولتي ودانیو پوري محدود وي او له هغه بهر به د ولایت په څو کیلو متري کې د خپلو وژل شویو جنرالانو د جسدونو د راټولولو توان نه لري ، دا خو پریږده چې د ولسي خلګو د سر او مال امنیت خوندي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د