افغانستان

کندوز: معترضو نوماندانو د ټاکنو کميسيون دروازه تړلې

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): په کندوز ولايت کې يو شمير معترضو نوماندانو د ټاکنو ولایتي کميسون دروازه د اعتراض په توګه تړلې ده.

د کندوز لسګونه معترض نوماندانو او د هغوی پلويان ددې له پاره د ټاکنو کميسيون مخې ته راټول شوي وو او خيمه يې وهلې او د ټاکنو د پايلو په اړه يې اعتراضونه درلودل.

د معترضو نوماندانو يو استازي ذبيح الله مجيدي وويل چې تر هغې به د دوی اعتراضونه دوام لري تر څو چې کميسيون د دوی غوښتنې ونه مني.

مجيدي وويل: موږ درې غوښتنې لرو چې د هغې له جملې څخه يې لومړی بايد يواځې بايو ميټرک رايې وشمير ل شي، دوهم دا چې د کندز ټولې رايې دې له سره وشميرل شي او بل دا چې په ټاکنو کې فساد کوونکي خلک دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

يو بل معترض نوماند عبدالغفور هوتک وويل چې د کندوز د ټاکنو کميسيون چارواکو د څو مشخصو کانديدانو په ګټه کار کړی دی چې له همدې امله ددې ټاکنو پايلې دوی ته د منلو وړ نه دي.

دوی ګواښ وکړ چې ترڅو د کندوز د ټاکنو کميسيون په سمه توګه رايې ونه شميري دوی ته يې پايلي د منلو وړ نه دي ا و دوی به يې په خلاف خپلو لاريونونو ته دوا م ورکوي ترڅو ستونزه حل شوې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x