د موسکو په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالب مشر ستانکزی او حاجي دین محمد په منځ کې

روسیې په افغانستان کې څه لوبه پيل کړې؟

روسیه غواړي په افغانستان کې ځان د یوه مهم لوبغاړي په توګه را څرګند کړي.

لیکوال: روسي تحلیلګر: ارکېډي ډبنوف (Arkady Dubnov)
سرچینه: الجزیره انګلش
ژباړه: عبدالرحمن فداء

د روانې میاشتې په پیل کې د روسیې حکومت د افغانستان سولې په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړ کړ، په کوم کې چې طالبانو هم ګډون وکړ.

د کانفرانس په دوران کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سیرګي لاوروف» د هغو طالب مشرانو تر څنګ عکسونه واخیستل، کوم چې اوس هم ددوی د تروریزم په تور لیست کې شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو پالیسي څارونکو ته دا ښه واضحه ده چې دغه کانفرانس تر انځورونو اخیستلو تېره نور هیڅ هم نه لرل، تر څو په څرګنده توګه کرملین په جنوبي اسیا او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خپل ځان د اثبات خواهش (موخې) نړیوالې ټولنې ته وښيي.

طالبانو هم ددغه کانفرانس څخه ګټه پورته کړه. دوی د لومړي ځل لپاره د یوه داسي هیواد په کوربتوب په نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ چې هغه د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې دایمي غړی هیواد دی.

په ابتدا کې ټاکل شوې وه چې دغه کانفرانس د سپتمبر میاشتې پر ۴مه نیټه تر سره شي، خو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له لوري د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف څخه په شخصي غوښتنه کانفرانس وځنډول شو، که څه هم اشرف غني له سره غوښتل چې لغوه شي.
ویل کیږي چې د اشرف غني له لوري دغه مداخلت او د روسیې منل طالبان په قهر کړل او هغوی موسکو ته واضحه کړه که چیري د موسکو کانفرانس د کابل ادارې تر فشار لاندي راځي، نو دوی به په راتلونکې ناسته کې هیڅ کله ګډون ونه کړي.

دا ځلې د روسیې حکومت پرېکړه وکړه چې د اشرف غني د حکومت د منعه کولو او خپل پلاوي د نه لیږلو سربېره کانفرانس جوړ کړي. په افغانستان کې د یوه قوي وسلوال ځواک سره د روسیې اړیکې رسنیزې کول یو د روسیې له اهدافو څخه وو.

د طالبانو سره په نويیمې کلیزې کې اړیکې:

د نهم نومبر کانفرانس د طالبانو او روسیې تر منځ لومړنی تماس نه وو، د طالبانو وسلوال تحریک په کال ۱۹۹۵ کې هم هڅه وکړه چې د روسیې سره اړیکې ونیسي، په هغه وخت کې چې لا دوی د کندهار په شمول جنوبي ولایتونه تر کنټرول لاندي را وستلي وه.

دا هغه کال وو کله چې ما (لیکوال) فرصت ولاره چې د افغانستان څخه لیدنه وکړم او هلته د طالبانو د مشرانو سره ووینم. د کال ۱۹۹۵ په اګست میاشت کې د روسیې یوه کارګو الوتکه په کندهار هوايي ډګر کې د طالبانو د جیټ الوتکو په زور ناستې ته اړه کړل شوه، هغه وخت طالبانو دا یو فرصت وباله چې د روسیې حکومت ته پيغام ورسوي.

زه یو د هغو ژورنالیستانو څخه وم چې طالبانو اجازه راته راکړه او د روسیې د الوتکې د عملې سره می ولیدل. همدغه وخت ما موقع ولرله چې د طالبانو د ځینو مشرانو سره ووینم. یو د هغو څخه، د کندهار والي وو، هغه زما څخه غوښتنه وکړه چې د روسیې حکومت ته دا پيغام ورسوم چې طالبانو ته دي د هغو ماین کاریو نقشه ورکړي چې د ۱۹۸۰ کلنو کې يې د خپل یرغل پر مهال کړې وه. په هر حال په هغه وخت کې د ماین پاکۍ ډېر کار سوی هم وو.

په لومړي ځل د طالبانو او روسیې تر منځ غیر رسمي اړیکه د نیویمې کلیزې په دوهمه برخه کې وشوه، کله چې د کال ۱۹۹۶ په اپریل میاشت کې طالبانو پلازمینه کابل د مجاهدینو څخه ونیوی او تمه یې لرل چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپيژني.

د طالبانو او موسکو تر منځ د ارتباط نتیجه دا شوه چې د ترکمنستان په عشق اباد کې د دغه هیواد پخواني ولسمشر «Saparmurat Niyazov» په مرسته د دواړو اړخونو تر منځ پټه ناسته وشي.
د روسیې یوه پلاوي د طالبانو سره ولیدل، او طالبانو یوه غوښتنه لرل، روسیه باید په ملګرو ملتونو کې د طالبانو ملاتړ وکړي تر څو د افغانستان چوکۍ رسما دوی ته وسپارل شي. په دغه وخت کې دغه چوکۍ د برهان الدین رباني د حکومت له لوري اشغال وه.

د روسیې حکومت دا هیڅ معقوله ونه بلله چې د طالبانو غوښتنه ومني او ځکه دا اړیکې نوري وشلیدې. که وګورو، د روسیې دغه پرېکړه تر ټولو ستره دیپلوماتیکه خطا وه چې وې کړه. په هغه وخت کې د طالبانو مشرتابه په ښکاره غوښتل چې د روسیې سره اړیکې ولري (د هغه وخت طالبان د اوسنیو په نسبت روسیې ته ډېر ښه وه)، روسیې کولای سوای چې دغه اړیکې په خپله ګټه وکاروي.

مګر په هغه وخت کې، د روسیې حکومت ددې پر ځای چې د پاکستان د استخباراتو د ملاتړ څخه برخمن وسلوال ګروپ سره اړیکي ورغوي، ټینګار یې د برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود او حکمتیار په مشرۍ د مجاهدینو حکومت سره پر اړیکو وکړ. دوی د طالبانو سره نه پوهیدل.

د طالبانو سره د روسیې او نورو هیوادونو له لوري د اړیکو نه رغولو یوه نتیجه داوه چې دغه تحریک نور هم سخت دریځی سو، د دوی مشران چې په نړیواله سطحه په اړیکو جوړونه کې ناکامه سول، د القاعده مشر اسامه بن لادن ته یې پناه وغځوله او هغه بالاخیره پر امریکې د یولسم سپتمبر بریدونه پلان کړل.

د روسیې له لوري د طالبانو سره د بیا اړیکو جوړولو هڅه په کال ۲۰۱۰ کې وشوه، کله چې د امریکې او روسیې په اړیکو کې ډېر خرابوالی راغی. او کله چې روسیې په سوریه کې د هغه ځای د حکومت په ملاتړ عملیات پیل کړل او د سوریې څخه افغانستان ته د وسلوالو د راتګ بهیر پيل سو.

په افغانستان کې د روسیې د بیا ځان ثابتولو ستراتیژي:

وروسته تر ډیرو کلونو چې روسیې د افغانستان په اړه هیڅ واضحه پالیسي نه لرله، بالاخیره موسکو وپتییله چې ځان را ښکېل کړي. په منځني ختیځ کې د روسیې پراخ مداخلت هغوی ته اعتماد ورکړ چې د افغانستان په ګډون خپل نیژدې ګاونډ ته هم پاملرنه زیاته کړي.

د ورسیې د موخو څخه یو هم امنیتي برخه ده، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تروریستي فعالیتونو زیاتوالی، په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد د پخوانیو جمهوریتونو لکه تاجکستان او ازبکستان پولې ته نیژدې، د همدې خطر په پلمه – حتی د دغه خطر د نور پړسولو – په پلمه موسکو غواړي یو ځل بیا په منځني اسیا کې خپل پوځي شتون ته لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې روسیه غواړي چې د «سولې جوړونکي» رول په افغانستان کې ولري، تر څو د امریکې سره په اړیکو کې استفاده ځیني وکړي. د هغو طالبانو کومک وکړي کوم چې د امریکې د نیژدې ایتلافي اشرف غني پر ضد جګړه کوي، موسکو په دغه توګه غواړي د افغانستان د جګړې په کرارولو کې مهم لوبغاړی شي، افغانستان چیري چې د امریکې په ګډون د سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو ګټي سره را یو ځای کیږي، دوی له دغې لاري غواړي چې د امریکا سره د مقابلې یا اړیکو یو نوی محاذ پرانیزي.

په افغانستان کې د سولې جوړونې رول کې به روسیه تر هغو کامیابه نه سي تر څو چې د امریکې یو څه ملاتړ ورسره نه وي. د چا چې د ناټو په شمول ځواکونه پر ځمکه موجود دي او د ولسمشر اشرف غني د حکومت ساتنه کوي. روسیه په دغه ښه پوهیږي او غواړي چې تر خپله وسه د سیاسي اختلافونو څخه په استفادې د موسکو کانفرانس تر چتر لاندي د طالبانو سره اړیکي وغځوي.

دا چي د روسیې له لوري د سولې ابتکار به د امریکې د ګډون نه بغیر ځانګړې نتیجه ونه لري، طالبان هم په دغه ځای پوهیږي، دوی د ۹ نومبر د کانفرانس وروسته یو ځل بیا تاکید وکړ چې د واشنګټن سره د سولې خبرو ته اماده دي، که چیري هغوی د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته یو ټاکلی ټایم ټېبل وټاکي، خو تر هغو به دوی د اشرف غني د حکومت سره مخامخ اړیکي نه نیسي، ځکه چې هغوی د امریکې لاسپوڅي دي.

موسکو ته د طالبانو راتګ یوازې ددې لپاره نه وو چې خپل موقف له دغه ځایه تقویه کړي، بلکې دوی غوښتل چې امریکایانو ته وښيي چې دوی «بدیل» هم لري. هغه دا دی چی که واشنګټن ددوی سره اړیکې نه جوړوي، طالبان کولای سي چې د دوی د ازلې سیال «روسیې» څخه سیاسي او پوځي ملاتړ تر لاسه کړي.

په غرب کې له مخکې لا داسي شایعات خپاره سوي چې روسیه طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي، دغه اشاعات که څه هم تر اوسه هیڅ ثبوت نه لري، په داسي وخت کې چې طالبانو ته روسیې پر پوځي کومک باندي پوښتنې او شکونه را پورته سوي، موسکو وتوانېده چې د پوځي چېنل له لاري طالبان د نومبر په کانفرانس کې ګډون ته اماده کړي.

که څه هم طالبان شاید دومره اړتیا ونه لري چې د امریکې سره د خبرو اترو د پيل لپاره د روسیې له لاري فشار نور هم زیات کړي. ځکه تر اوسه خو د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله اړ دی چې هغه وعده پوره کړي چې ویلي وه د افغانستان څخه به پوځونه را باسي، خو د پنټاګان د فشار له امله یې زړه نا زړه د اضافي پوځونو لیږلو هوکړه کړې وه، د هغه ستراتیژي کیدای سي د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې بدله سي، هغه غواړي چې دوهم ځلي د امریکې ولسمشر سي، ځکه نو غواړي چې یوه ستره دیپلوماتیکه «بریا» تر لاسه کړي، تر څو په راتلونکو ټاکنو کې باندي کمپاین وکړاي سي. د طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدل او د افغانستان څخه خپل پوځونه ایستل کیدای سي هغه فتحه وي چې نوموړی ورته اړتیا لري.

* لیکوال ازاد روسي ژورنالیست او څیړونکی دی، نوموړی د جنوبي آسیا او افغانستان په چارو کې متخصص بلل کیږي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند: کفار ملت واحد او مسلمانان ملت ( امت ) واحد دی. د مسلمانانو په مقابل کی کفار ټول یوه خوله او یو سنګر کی دریږی خو د مادیاتو په سر وخت ناوخت اشتی پذیره تضادونه یی هم تر منځ زیږول کیږی. د کفارو استعماری قدرتونه خپلو کی ولی اشتی پذیر او مسلمانانو سره اشتی ناپذیر تضادونه یا دشمنی لری؟ ځواب : تر ټولو دمخه باید د کفر او اسلام کلیمات یا اصطلاحات باید تعریف شی . اسلام ډیری معنی لری تر ټولو مهمه معنی یی د الله ج خدایی او د هغه اوامرو ته د تسلیمی مفهوم… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

که روسيه په واقعي ډول وغواړي چي خپل حريف امريکا په سيمه کې ډيرظعيفه کړي ، دطالبانو سره دې په ډيراحتياط ، درنښت او احترام رفتار کوي نه داچې دهغوې د ځينو مجبوريتونه غلطه ګټه واخلې او احسان پرواچوي . زما په اند په اوسنې حالت کې طالبان روسې وسلوته هيڅ اړ ندي ، د روسيي دا احسان به هم پرافغانانونوې اوهمدارنګه به د افغانانو تر پخوا لا پرځان باور او پر الله(ج) توکل ډيړشې او له هيڅ خوف او واهمې پرته به خپل آزاد ، خپلواک ، سرشاره ، د ورورګلوې ، خوشحالې او هوساينې ژوند وکړي . دا… نور لوستل »

الحاج استاد
میلمه
الحاج استاد

لوبه ،نه روسانو،نه امریکایانو.نه اسراییلو شروع کړی،بلکه موږ په خپله،روسانو،امریکایانو،اسراییلو ته ځانونو څخه د لوبی سامان جوړ کړی دی،نو د لوبی په سامان خلک حتما لوبی کوی.
په عربو کی روسیه،امریکا،اسراییل هر بلا شته ،عرب کفر ته نه په ووځی،نو افغانان ولی په لس زره امریکایانو باندی کفر ته ووځی؟

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مقاله ډېره تحليلي او د واقعيتونو او حقايقو پر بنسټ ولاړه ده او د پام وړ مطالب څرګندوي. تر لمر روښانه خبره ده چي هيڅ پيشي د خدای لپاره موږک نه نيسي. روسيې پر افغانستان باندي د امريکايانو د يرغل له لومړيو څخه تر ډېرو کلونو پوري امريکايانو ته په خپله خاوره او د منځنۍ آسيا په ځينو هیوادونو کي د هغو د يرغل سره د مرسي لپاره ډول ډول امکانات چمتو کړي وه. چي د امريکايانو سره د روسانو دغو مرستو زموږ د هيواد د مصايبو په ډېرېدو او د اتلو طالبانو په جهاد او مبارزه کي د ستونزو… نور لوستل »

محمد اکرام عصمتي
میلمه
محمد اکرام عصمتي

بس دا چې روسیه د افغانستان په سوله کې رول لوبوي،هغه که د هغو خپلو اهدافو لپاره ده او که امریکې ته د زور ښکاره کولو لپاره خو دا په ټوله کې یو ښه چانس دی، د افغان جګړې پای ته نو خو شبینه پکاره ده.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

استعماری قدرتونه تل خپلو ګټو ته ګوری ، مونږ مسلمانانو ته هم جواز دی چه د دشمن د دشمن کفارو سره ( لکه د مدینی منوری د یهودانو سره چه حضرت محمد ص د قریشو په مقابل کی د مدینی د ساتلو د پاره ) په احتیاط ایتلافونه او یاورته اړیکی ولرو . د کفارو سره (چه د مسلمانانو سره په جنګ کی نه وی ) حسنه اړیکی د دی د پاره هم ښی دی چه هغوی د مسلمانانو د حسن خلق له امله د مسلمانانو له خوا د خوندی توب احساس ولری چه له امله به یی د مسلمانانو… نور لوستل »