محقق: خليلزاد مونږ ته وخت نه راکوي او مولوي يعقوب سره یې ليدلي

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل):د اجرايه رياست دوهم مرستيال او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق ګيله کړې چې زلمي خليلزاد ورسره ليده کاته نه دي کړي او ويلي يې دي چې هغه د ملا محمد عمر له زوی مولوي محمد يعقوب سره ليدلي دي.

هغه وايي چې د زلمي خليلزاد د سولې په هڅو کې د هزاره قوم مشرانو سره تر اوسه ليدل نه دي شوي او وايي چې زلمي خليلزاد ورسره يوازې په ټيلفون خبرې کړي دي او ورته ويلي يې دي چې د ليدنې له پاره ورسره وخت کم دی او نشي کولای چې ورسره وګوري.

محقق چې په دې اړه خورا په غوسه ښکارېده په ګيله منه لهجه يې وويل چې :​”پاکستان ته ځي وخت یې کم نه دی، دلته له لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواکو سره ګوري وخت يې کم نه دی، په خاک افغان کې له طالبانو سره ګوري وخت يې کم نه دی، خو له مونږ سره په دشت برچي کې د ليدلو له پاره وخت نه لري.

محقق په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې زلمي خليلزاد د سولې په دوهم سفر کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد له زوی مولوي محمد يعقوب سره هم ليدلي دي خو دوی ته يې هيڅ وخت ورنکړ.

خو طالبانو او دولتي سرچينو له مولوي یعقوب سره د زلمي خليلزاد د ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

د شنونکو په بارو امريکا غواړي نور له افغانستان څخه ووځي او په همدې اړه يې له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره زلمی خليلزاد د ځانګړې استازي په توګه ټاکلی دی چې دا يې په دې اړه افغانستان او سيمې ته دوهم سفر دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلام
میلمه
سلام

د محقق ښځینه او د میرمنی په شان د غلامی ګیلو زه ډیر خواشینی او خوابدی کړم. وایی [ د پردو کټ تر نیمو شپو وی ] د بادارانو اړیکی د استعماری ګټو پوری تړلی وی ، کله د سر د شمنانو سره د خپلو ګټو د پاره بیا دوستی او کله نزدی دوستان د خپلو ګټو له امله بیابان کی وږی او تږی پریږدی . د محقق دغه نا توانه ګیلی د غلامی تر کچی هم پورته د یوی میرمنی په کجه دی چه له خپل میړه ګیلی کوی . د الله ج په ځای د مادیاتو سره دوستی… نور لوستل »