واشنګټن پوسټ: سي آی اې وایی خاشقجي د محمد بن سلمان په امر وژل شوی

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ امریکایی ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله لیکلي چې (سي آی اې) پخپلو څیړنو کې دې نتیجې ته رسیدلې چې د سلمان خاشقجي د وژلو امر محمدبن سلمان خپله ورکړی.

واشنګټن پوست زیاتوي موثقو سرچینو ورته ویلي چې د سي آی اې څیړني ښيي چې د خاشقجي د وژني او په وینا یې د دغه «ویرونکي جنایت» ترشا مستقیم د محمدبن سلمان لاس ښکاري.

د بی بی سي په خبره، امریکایي مشرډونالډ ترمپ ویلي، له سي ای اې سره به د دغه راپور په اړه وغږېږي چې وايي، سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خبرال جمال خاشقجي د وژلو امر کړی و.

د دغه راپور په آساس، په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر«خالد بن سلمان» له خاشقجې سره اړیکه نیولي وه، او ده ته یې ډاډ ورکړی و چې دی دې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورشي، ده ته به هیڅ خطر نه وي.

یاده ورځپاڼه وایی، چې تر دې وړاندي ډېری شمېر سناتورانو د سعودي مقامات په دې «جنایت» کې پړه بللي دي.

بل لور ته سعودي د سي آی اې دا راپور نه مني، شاه زاده خالد له داسې کومو خبرو انکار کړی او وايي، د سي ای اې دغه مفهوم اخیستنه ناسمه ده.  دوی ټینګار کوي، چې سعودي ولیعهد په دغه وژنه کې هېڅ ډول لاس نه لري.

سعودی ژورنالست جمال خاشقجي له 2017م کال راهیسي د سعودي عربستان له اوسنۍ تګلارې سره د مخالفت له کبله له هیواده بهر په امریکا کې اوسيده، د سعودي عربستان پرحکومت یې شدید انتقادونه کول. د تېر اکتوبر په 2یمه نیټه په ترکیه کې د سعودي قونسلګري ته له ورتګ وروسته لادرکه او څه موده وروسته یې وژنه تأیید شوه. د پیښې تر افشا کیدلو وروسته سعودي عربستان د نړیوال فشار د زیاتیدو له امله د خاشقجي د وژني اعتراف ته اړ کړل شو او ویي منله چې خاشقجي د دوی په کونسلګرۍ کې وژل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د