فوټبال: محمد صلاح یو وار بیا مصریانو لپاره اتل شو/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د مصر هېواد مشهور نړیوال اتل محمد صلاح دغې هېواد ته په وروستۍ دقیقه کې په ګول وهلو بریا ورکړه او یو وار بیا اتل شو، نوموړي د خپل هېواد په ګټه په تېرو اتو لوبو کې ۱۰ ګولونه وهلي دي.

په افریقا غوراوي جام سیالیو کې د تونیزیا لوبډلې پر وړاندې مصر لوبډلې په ۳-۲ سیالۍ وګټله، دغه سیالۍ تر وروستۍ دقیقې مساوي وه خو نامتو مصري لوبغاړي محمد صلاح د تونیزیا لوبډلې په خوبونو اوبه واړولې او په وروستۍ دقیقه کې يې ګول وواهه.

محمد صلاح چې په کلبي سیالیو کې د انګلستان کلب «لیورپول» لوبډلې سره لوبیږي، د مصر هېواد لپاره یو وار وړاندې هغه مهال اتل شوی و چې د لوبې په وروستۍ دقیقو کې د صلاح په ګډون ټولو لوبغاړو اوښکې تویولې او لوبغالی هم په ژړا سر و، خو محمد صلاح چې په وروستۍ دقیقه کې یې ګول وواهه او لوبډله یې نړیوال جام ته وړاندې کړه.

په افریقا غوراوي جام سیالیو کې د مصر او تونیزیا ترمنځ لومړۍ سیالۍ کې تونیزیا په ۱-۰ بریا خپله کړې وه، چې په ننۍ لوبه کې مصر مساوي پای ته رسیدلې لوبه د محمد صلاح په اتلولی وګټله، دغه دواړه لوبډلې په افریقایي هېوادونو کې سیال لوبډلې ګڼل کیږي.

په دې لوبه کې لومړی ګول په ۱۳مه دقیقه کې د تونیزیایي لوبغاړي لخوا ووهل شو، وروسته دوه ګولونه د مصر لخوا ووهل شول چې تر یوه مهاله لوبه ۲-۱ روانه وه، خو تونیزیایي لوبغاړي په ګول وهلو سیالۍ مساوي کړه، د مصر مینوالو ټولو محمد صلاح ته د بریا لمن غوړلې وه، چې صلاح یې غوړولې لمن له خوښۍ ورډکه کړه او لوبغالی له چیغو او شور ډک شو.

د یادونې ده چې یادې سیالۍ د ۲۰۱۹م افریقا جام لپاره غوراوي سیالۍ دي، چې په کامرون افریقایي هېواد کې ترسره کیږي، اټکل کیږي مصر او تونیزیا هم یادو سیالیو ته هم غوره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وروره تونیزیا یو لاتین نوم دی، د سیمی او زموږ په ژبه ورته تونس ویل کیږی.