ولسي جرګې علمي مرکزونو ته د وسلو د انتقال جدي پلټنو غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځې غونډه کې د تيرې پنجشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ په جګړه بحث وکړ او پوهنتون ته يې د وسلو د لېږد په اړه د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د هزاره او نورو محصلينو ترمنځ هغه مهال جګړه رامنځته شوه چې هزاره محصلينو د پوهنتون په جومات کې د جاغوري او مالستان د وروستيو نا امنيو په اړه لاريون کاوه او نورو محصلينو يې دا کار ښه نه و ګڼلی، چې لفظي شخړه په تاوتريخوالي واوښته چې په کې ۳ تنه محصلين ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې کابل پوهنتون ته د وسلو په ليږد بحث وشو او وکيلانو د پوهنتون داخل ته د وسلو په انتقال سخت غبرګون وښود او له حکومت نه يې په دې اړه د جدي پلټنو او د عاملينو د پيدا کولو او مجازات کولو غوښتنه وکړه.

وکيلان وايي چې که په علمي مرکزونو کې د محصلينو ترمنځ د جګړو مخه ونه نيول شي نو خطرناکې پايلې به ولري.

د ولسي جرګې غړي عبيدالله بارکزي وويل چې: پوهنتون يوه اکاډميکه اداره ده او هلته د وسلو وړل او داسې نظامي فضا رامنځته کول انديښنې راپاروي او زیاته يې کړه چې حکومت بايد په دې اړه دقيقې څيړنې وکړي.

نادرخان کټوازي وويل چې په دې اړه دې حکومت جدي پلټنې وکړي او هغه استادان او محصلين چې په اکاډميکو ادارو کې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي بايد مجازات کړل شي.

د يادونې وړ ده چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د محصلينو ترمنځ د جنګ جګړو وروسته حکومت د کابل پوهنتون ليليله د نامعلومې نيټې پورې وتړله.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم په کابل پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ جګړه رامنځته شوې وه چې له امله يې تر يوې مياشتې پورې پوهنتون تړل شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د