پخوانی امريکايي چارواکی بينګ ويسټ

پخوانی امريکايي چارواکی: امريکا دې په ابرومندانه توګه افغانستان نه پښې سپکې کړي

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د دفاع وزارت يو پخوانی مرستيال وايي چې امريکا له ميلينونو ډالرو مصرفولو او زرګونو سرتيرو له وژل کېدو سره سره بياهم په افغانستان کې ناکامه ده چې بايد د خپل عزت د ساتلو له پاره له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

سپوټنيک خبري اژانس د ځينو امريکايي رسنيو په حواله ويلي دي چې د دفاع وزارت دغه پخواني مرستيال بينګ ويسټ ويلي دي چې امريکا بايد دې حالت ته ونه رسيږي چې له افغانستان څخه يې د وتلو خوندي لاره نه وي او د سفارت له بام څخه په الوتکه کې د امريکا په لوري وتښتي.

هغه ویلي چې امريکا بايد داسې يوه لاره غوره کړي چې يو ځل بيا د ويتنام له برخليک سره مخ نه شي.

بينګ ويسټ زیاتوي چې طالبانو څو څو ځله ويلي دي چې له امريکايانو سره د افغانستان مسئله په سوله ييزه توګه حل کول غواړي؛ خو د ټرمپ دفاع وزير په زور ددې جګړې خوبونه ويني، دا په داسې حال کې ده چې ناټو هم په دې باور ده چې د افغانستان مسئله د جنګ له لارې نه حل کيږي.

نوموړي په دې خبره ټينګار کړی دی چې که امريکا خپل عزت غواړي نو په ابرومندانه توګه دې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی کنه نو له سخت برخليک سره به مخ شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په پرله پسې توګه لويديځې رسنۍ او يو شمير لوړ پوړي امريکايي چارواکي او سياسي شنونکي په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې امريکا ناکامه بولي او ټينګار کوي چې امريکا بايد په افغانستان کې خپلې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او له افغانستان څخه خپل عسکر خوندي وباسي.

طالبانو هم تيره اوونۍ په ماسکو کې يو ځل بیا په خپله پخوانۍ خبره ټينګار وکړ چې تر څو په افغانستان کې امريکايي عسکر موجود وي د دوی وسله واله مبارزه به دوام لري.

د طالبانو د پلاوي مشر شير محمد عباس ستانکزي په مسکو کې خبريالانو ته وويل چې دا وطن زمونږ دی، د امريکايانو نه دی او امریکايان دې له افغانستان څخه ووځي کنه په زور به يې وباسو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د هغه امریکایی نظامی لوړپوړی چارواکی خبری سمی دی د امریکا او سنی چارواکی که د نورو په خبرو، خپلو ډالرو او جوپه جوبه مړو په راوړلو نه قانع کیږی د دغه هوښیار چارواکی په توصه خو دی قانع شی چه امریکا په افغانستان کی تر ویتنام زیاته ماته شوی همدا ورته مناسب وخت دی چه له قیود او شرط غیره پښی سپیکی کړی تر دی زیات شرم ورته نشته . مګر دا چه اوسنی امریکایی لوړپوړی نظامی چارواکی یی ولی نه منی؟ هغه دا چه خپله اضلاع متحده امریکا د اروپایی نظم نوین جهانی د غړو له خوا یو… نور لوستل »