پاکستان له فلسطین څخه فوټبال سیالۍ کې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان فوټبال لوبډلې د فلسطین فوټبال لوبډلې څخه په دوستانه سیالۍ کې د پاکستان لخوا په لومړي ګول وهلو سربېره په ۲-۱ ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ چې د فلسطین لوبډلې په کوربه توب په رام الله ایالت شهید فیصل الحسیني لوبغالي کې ترسره شوه فلسطین پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ ۱۶مه دقیقه کې د پاکستان لوبډلې لخوا حسن بشیر لومړی ګول وواهه، خو فلسطیني لوبغاړي الکس نصاع په ۳۷مه دقیقه کې ګول وواهه او حساب یې وربرابر کړ.

همدا ډول لوبه تر ۷۸مې دقیقې په زړه پورې ترسره شوه، خو د فلسطین لخوا نظمي بدوي په ۷۸مه دقیقه کې ګول وواهه چې تر پایه ثابت پاتې شو او په دې ډول یې پاکستان ته په ۲-۱ ماتې ورکړه.

له دې وړاندې فلسطین لوبډلې د افغانستان لوبډلې سره په کابل لوبغالي کې دوستانه سیالۍ ترسره کړې وه چې په زړه پورې لوبې وروسته ۱-۱ مساوي پای ته رسیدلې وه.

د پاکستان او فلسطین فوټبال فدراسیون له معاهدې ترمخې دوه دوستانه سیالۍ ترسره کیدې، چې لومړۍ سیالۍ بې له کوم ګول وهلو مساوي او دویمه د فلسطین په بریا پای ته ورسیده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د