افغانستان

لوګر: د برکي برک ولسوال د طالبانو په بريد کې ووژل شو

نن ټکی آسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ولسوال يې په يوه چاودنه کې له څو ساتونکو سره وژلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د برکي برک په شيروازه سيمه کې يې ددې ولسوالۍ پخوانی ولسوال عين الدين خان او د امنيت امر په ګډون څو تنه وژلي دي.

مجاهد زياتوي چې دا مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې ولسوال د شيروازه له سيمې څخه تيريده چې ټانک يې د ماين ښکار شو.

په دې اړه تر اوسه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا خو مو غټه توره کړی په کوران. یو افغان مو وژلی او ور سره ملګری یی. ما فکر چه خدای مکړه کوم امریکایی مو وژلی دي. وژنی وژنی انشاالله ډیر زر به مو نسل ختم شی. آینده حکومت بدون لهغی د شیعه ګانو دي.

الحاج استاد اتانچی

لونګ صاحب،په دا پیچلی استخبارتی جګړه کی د پښتانو لوړی لوړی شملی ولویده.او نور به څومره هسکی شملی د بهرنیو استخبارتی کړیو له لاسه غورزیږی،؟دا باید د دی پیچلی استخبارتی جګړی پلان تر ګوتی شی.
جګړه نوره هم پیچلی کیږی.ځکه چه د پښتون دښمن ډیر ځیرک مکار او په نویو پلانونو باندی لګیا دی،
زه خپل دښمن پیژنم.هره ورځ یی په وینو سور بکر کړی وم،ګناه می دا ده چه خپله خاوره پښتونستان کرښه نه منم ،او خپلی اوبه بندیدل غواړم.

Karwan

لونګ خانه، ته هم بيا شيعه شه او بيا به تاته هم ښه چوکي کي درکړي. ددالرو تبليغاتچي، خوله دپټه کړه، هسي نه چه ته هم دولسوال سرنوشت دوچار شي. کاروان

pattang

لونګه په غلطه لار روان يې ! طالبان ځکه دا کار کوي چې هغه یې مجبور کړي دي! اشغالګر او فاسدین د افغانی دولت هر وخت چاپې اچوي او بیګناه واړه ، زاړه او ښځې وژني په يوو کلي باندې یې په يوه میاشت درې وارې چاپه اچولې بې ګناه انسانان یې وژلی او ډیر کورونه یې وران کړی دي او هغه یو ښوونځي چې د باندې له خوا دخیرات په پیسو جوړ شوی دی دوه واره یې در وازه په بمونو ماته کړي او دټولګويو شیشې یې ور ماتې کړې دی ! ایا داهم انسانان دي که ځناوران ؟؟؟… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x