فوټبال: انتالیاسپور لوبډلې افغانستان ته په یو-صفر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او انتالیاسپور فوټبال لوبډلو ترمنځ په دوستانه سیالۍ کې انتالیا اسپور لوبډلې افغانستان لوبډلې ته په یو-صفر ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په سخت باران کې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه، خو افغانستان لوبډلې له ترکیې کلبي لوبډلې «انتالیاسپور» څخه ماتې وخوړه.

په دغه سیالۍ کې د افغانستان لوبډله په لاندې ډول وه:

ګول ساتونکی: اویس عزیزي

دفاعي لوبغاړي: حسن امین، کنشکا طاهر، شریف محمد او میلاد انتظار

منځني لوبغاړي: اباسین علي خیل (لوبډلمشر)، نور حسین او فرشاد نور

حمله کونکي لوبغاړي: عمران حیدري، فرید سادات او آدم نجم.

په یاده سیالۍ کې د انتالیاسپور لوبډلې لخوا زکي یلدیرمي په ۳۴مه دقیقه کې ګول وواهه، چې تر پایه ثابت پاتې شو، او افغانستان لوبډله له ډیرو کوښښونو سره هم په ګول وهلو بریالۍ نشوه.

دغه سیالۍ د ترکیې هیواد په سرک بلدیه سپور لوبغالي کې د افغانستان پروخت ۳:۳۰ بجې پېل شوه، چې په سلګونو افغان کتونکي یې هم درلودل.

د یادونې ده چې افغانستان لوبډله په کابل ولایت کې د فوټبال ستر لوبغالی لري،  د تیرې زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه د فلسطین پر وړاندې او بیا په کې د افغانستان پریمیئر لیګ سیالۍ هم ترسره شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د