طالبان وایی مرستیال مشر یې د خلیلزاد سره نه دي لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري هغه راپورونه رد شوه چې ویل یې د طالبانو مرستیال مشر مولوي محمد یعقوب د امریکې د خاص استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پيغام کې هغه راپورونه رد کړي چې ځینو رسنیو د اجرائیه رئیس د دویم مرستیال محمد محقق په حواله خپاره کړي وه او ویلي وه چې طالبانو مرستیال مشر مولوي یعقوب د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې د زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي خو د محقق په شمول د دولتي چارواکو سره د لیدو لپاره وخت نه لري.

مجاهد ویلي: «موږ دا خبره په کلکه ردوو، د کابل ادارې چارواکې په داسې افواهاتو خپرولو سره خپله وارخطايي کابو کول غواړي.».

مجاهد همداراز د رسنیو څخه غوښتنه کړې چې د بې اساسه خبرونو نشرولو څخه دې ډډه وکړي.

باید وویل شي چې د امریکې ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې په افغانستان او متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې په اړه د لیدنو کتنو وروسته په قطر هیواد کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو سره درې ورځې پرلپسې غونډي وکړې چې د نن ټکی اسیا د راپور سره سم د ګوانتنامو پخوانیو بندیانو او د طالبانو د حکومت پر مهال جګپوړو چارواکو ملا فاضل مظلوم او خیر الله خیرخوا هم ګډون پکښي کړی وو.

ملا فاضل او خیرخوا له ګوانتنامو زندانه د ازاد شویو هغو پنځو طالب مشرانو له ډلې څخه دي چې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو مشر (شیخ هبت الله اخندزاده) د سیاسي دفتر د غړیو په توګه وټاکل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاد چپه
میلمه
الحاج استاد چپه

داسی معلومیږی چه خلیلزاد مولینا یعقوب په ځای له بل چا سره کتلی دی،لکه څو ورځی مخکی چه کوم # کس د طالیب په نوم بزنس وکړ،دولت ډالر یی یوړل.
مظلوم ملته.جوړی،سوله لید لوری نه معلو میږی،ځانونه ساتی،پوه،استاد ،پوهاند،پروفیسور،نابغه هغه څوک دی چه ځان عیال او همسایه له مرګ او فلج څخه وساتی،او مجاهد هغه څوک دی چه مور پلار اولاد لپاره غواړه حلال رزق وګټی.