امريکا پر يو شمېر مهمو سعودي مشرانو بنديزونه لګولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ايالاتو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې په تور د سعودي عربستان پر اوولسو مهمو کسانو بندیزونه لګولي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، په دغو کسانو کې د ولي عهد محمد بن سلمان نږدې سلاکار سعود القحطاني هم دی.

د ترکيې په استنبول ښار کې، د سعودي قونسل جنرال محمد العتيبي هم د امريکايي بنديزونو ښکار شوی دی.

جمال خاشقجي په داسې حال کې استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی و، چې جنرال عتيبي هلته قونسلر و، خو له پېښې وروسته له سعودي په تېښته بریالی شوی او له هغې وروسته له دندې هم ګوښه شوی دی.

د امریکا د ماليې وزير اسټيومنچن ويلي، چې متحده ایالاتو د جمال خاشقجي په وژنه کې اوولس تورن کسانو باندې بنديزونه لګولي دي.

امريکاپر دغو کسانو دا بنديزونه په داسې حال کې لګولي، چې تېره ورځ سي ای اې چارواکو ويلي و، چې جمال خاشقجي د ولي عهد محمد بن سلمان په مستقيما امر وژل شوی دی.

امريکايي رسنيو ويلي، چې سي ای اې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه د خپلې څېړنې پایلې له ترکيې  سره شريکې کړي او  په دغه راپور کې یې ويلي، چې خاشقجي د بن سلمان په مستقيما امر وژل شوی دی.

د ترکيې لوړپوړو امنيتي چارواکو هم منلې، چې د سي ای اې راپور د ترکيې له څېړنو سره ورته دی.

خو په عين حال کې سعودي د خاشقجي د وژنې په اړه د سي ای اې راپورونه رد کړي او ټينګار يې کړی، چې د هغه په وژنه کې ولي عهد محمد بن سلمان هېڅ لاس نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د