د کانګريس غړي: ټرمپ دې د وخت له تېرېدو وړاندې د بن سلمان په اړه ګام پورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل):  د امریکا کانګريس کې د مشرانو جرګې يو شمېر غړو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سي ای اې راپور ومني او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پر ضد ګامونه پورته کړي.

سي ای اې تېره ورځ په خپل راپور کې ويلي، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.

د امريکا د مشرانو جرګې غړي ريچرډ بلو منتال ويلي: ټرمپ بايد د خاشقجي د وژنې په اړه د سي ای اې راپور ومني او په دې کې هېڅ شک نه دی پاتې، چې د خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان لاس دی.

سناتور بلو منتال په خپل ټويټر پيغام کې زياته کړې: د خاشقجي وژونکو ته بايد سزاوې ورکړل شي او غوښتنه يې کړې، چې پر بن سلمان د پردې اچولو او د هغه د جرم پټولو پر ځای بايد پر هغه بنديزونه ولګول شي او محاکمه شي.

د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر بوب کورکر ويلي، ټولې څېړنې دېته اشاره کوي، چې ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجی د وژنې امر کړی دی.

کورکر هم په خپل ټويټر پيغام کې غوښتنه کړې، د ټرمپ اداره بايد د خاشقجي د وژنې اصلي مسؤولين په ګوته کړي، مخکې له دې، چې بن سلمان هغه کسان اعدام کړي، چې د خاشقجي د وژنې عيني شاهدان دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تېرې جمعې په ورځ په خپل راپور کې اندېښنه ښکاره کړې وه، چې کېدای شي، سعودي د خاشقجي د وژنې عيني شاهدان اعدام کړي او په دې سره د پېښې جرړو ته د رسېدو مخه ونيسي.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، سي ای اې په خپل څېړنيز راپور کې دې پایلې ته رسېدلې، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی او دغه معلومات يې له ترکي چارواکو سره هم شريک کړي دي.

واشنګټن پوسټ د سي ای اې د سرچينو په حواله ليکلي، په واشنګټن کې د سعودي سفير خالد بن سلمان له جمال خاشقجي سره ټيليفوني اړيکه نيولې، هغه ته يې ويلي، چې د خپلو اسنادو لپاره استنبول کې د سعودي قونسلګري ته ورشي او هغه ته يې هر ډول ډاډ او د خوندي ژوند اطمنان ورکړی و.

سرچينې وايي، تر اوسه دا نه ده روښانه، چې خالد بن سلمان له خاشقجي سره دغه اړيکه د خپل ورور ولي عهد محمد بن سلمان په امر نيولې که نه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د