امریکا: د خاشقجي په قضيه کې تر اوسه وروستۍ پايلو ته نه يو رسېدلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزرات ويلي، د ټرمپ اداره تر اوسه دې پایلې ته نه ده رسېدلې، چې ايا سعودي حکومت د جمال خاشقجي د وژنې مسؤول دی که نه؟

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نوريټ ويلي، په استنبول کې د وژل شوي سعودي خبريال د وژنې په اړه لا هم ګڼ شمېر پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ واشنګټن پوسټ د امريکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د سرچينو په حواله ليکلي و، چې جمال خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

په عين حال کې د امریکا د ماليې وزارت د خاشقجي د وژنې په قضيه کې پر اوولسو مهمو سعودي مشرانو بنديزونه لګولي دي.

په دغو کسانو کې د ولي عهد بن سلمان نږدې سلاکار سعود القحطاني او په استنبول کې د سعودي قونسل جنرال محمد العتیبي هم شامل دي، چې د جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته له استنبول څخه په تېښته بریالی شو او وروسته له دندې هم ګوښه کړی شو.

سي ای اې د خپلې څېړنې په پایلې کې ويلي، چې جمال خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم امریکايي رسنيو ليکلي و، چې سعودي ولي عهد د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن او همدارنګه د ټرمپ ارشد سلاکار او زوم جاريډ کوشنیر ته هم ویلي و، چې جمال خاشقجي  د اخوان المسلمین غړی او خطرناک اسلامپال دی.

خو سعودي عربستان په دې اړه په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه رد کړي او ټينګار کوي، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس نشته، بلکې هغه د لوړپوړي استخباراتي چارواکي په امر وژل شوی دی.

يو شمېر امريکايي او برتانوي رسنيو دا هم ليکلي، چې د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو او د ټرمپ زوم او سلاکار جاريډ کوشنیر د بن سلمان د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي او ټينګار یې کړی، چې اسرائيلو او امريکا لپاره په منځني ختيځ کې تر بن سلمان بل باوري سټراټيژيک ملګری نه موندل کيږي.