د باکستان د تبليغي جماعت مشر حاجي عبدالوهاب

د پاکستان تبليغي جماعت مشر حاجي عبدالوهاب ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان تبليغي جومات مشر حاجي عبدالوهاب د ورپيښې ناروغۍ له امله نن سهار وختي ومړ.

نوموړی له څه مودې راهيسې د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر و چې نن سهارد ۹۶ کالو په عمر ومړ.

تر دې وړاندې هم ډېر ځله د هغه د مړينې خبرونه خپاره شوي وو خو وروسته افواه بلل شوي وو.

د پاکستان د تبليغي جماعت عمومي مرکز مسؤلينو دوه ورځې وړاندې هم ويلي وو چې ډاکټرانو د حاجي عبدالوهاب روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ بللی و او په راتلونکو دوو ورځو کې يې د هغه د مړينې انديښنه څرګنده کړې وه.

حاجي عبدالوهاب په ۱۹۲۲ زيږديز کال د هندوستان نوي ډیلي په سهارنپور سيمه کې وزېږېد، نوموړي په لاهور کې ديني او عصرې زده کړې وکړې او د تبليغي جماعت د لومړي مشر مولانا محمد ادريس له وخته يې په تبليغي جماعت کې غړيتوب درلود.

د رايونډ مسؤلينو ويلي دي چې د نوموړي جنازه به د لاهور د تبليغي جماعت په عمومي مرکز کې اداء کيږي خو د جنازې د وخت په اړه يې څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د