د سولې عالي شورا لغوه کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د عمر په پای ته رسېدو حکومت پرېکړه کړې، چې د سولې عالي شورا لغوه کړي او پر ځای يې ارګ کې يوه کوچنۍ  ډله د سولې چارې پر مخ بوځي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې او راتلونکو ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو له مشرانو سره ناستې پيل کړي او په دې لړ کې يې له ګلبدين حکمتيار، عبد رب الرسول سیاف، عطاءمحمد نور، صلاح الدین رباني او يو شمېر نورو سياسي فعالانو سره سلامشورې پيل کړي دي.

حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د سولې عالي شورا مرستيالې حبيه سرابي څو ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي و، چې د سولې پروسه د افغانانو له لاسه وتلې او په عين حال کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې په برخه کې له طالبانو سره مخامخ ناستې پيل کړي دي.

د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، خو لاسته راوړنې يې د نشت برابر دي.

د حکومت ګڼ شمېر پلويان او منتقدين وايي، چې د سولې عالي شورا يوازې د سياسي رشوت لپاره جوړه شوې، ډېری غړي يې جګړه‌ ماران دي او حکومت يې د خولې بندولو لپاره په دغه شورا کې ځای پر ځای کړي دي.

د ګډ حکومت چارواکي او د سياسي ګوندونو ځينې غړي تور پورې  کوي، چې امريکا د سولې په برخه کې افغان چارواکي او سياسي ګوندونه څنډې ته کړي او له طالبانو سره يې مخامخ خبرې پيل کړي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال يونس قانوني ويلي، چې سوله د ټولو اړتيا ده، خو امريکا په دې برخه کې افغانان څنډې ته کړي او له دې پروسې معلومات نه لري.

په عين حال کې د ګډ  حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال حاجي محمد محقق ويلي، چې خلیلزاد د طالبانو له مشرانو سره ګوري، خو افغان چارواکو ته د لېدو وخت نه ورکوي او يوازې په ټيليفوني خبرو بسنه کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه نه پوهیږم ، چه د کابل غلامی اداری چارواکی چه څه له اروپا او امریکا او څه د شمالی ټلوالی ( چه پنچشیر کی د طالبانو له خوا محاصره او په الهی محکمه کی د د محاکمو او حساب ورکولو به انتظار وو ) وو همدغه خلیلزاد د امریکایانو په نماینده ګی ریسان او وزیران کړل هر یو یی میلونر او بیلونر کړل دوی خوشاله وو، د پسرلی او دوبی ورځی تیری او د دوی دخزان موسم راورسید هماغه خلیلزاد ورته د خطر زنګ وغږولو چه ستاسی دوره پوره شوی ، اوس خوابدی دی. که زه د دوی په… نور لوستل »

الحاج استاد اتانچی
میلمه
الحاج استاد اتانچی

بیلکل په ځای خبره،یقینا ،هغه جعلی ډګری واله پریږده بلکه هغه اصلی ډګری استادان ،ماستران .دوکتورانو هم هیڅ افغانستان ته ونه کړل،
ایله بیله د ماشومانو سره غرب ته د اصلی ډګری سره پناه یوړله،اصلا پناه باید الله ج ته یوړله شی،

pattang
میلمه
pattang

حاجي اټنچي له مرداره ډنډه باید لري وګرځې ! که ورنږدې شوې نو کالي د مرداریږي . څوک چې قدرت په لاس کې لري نو کار دهغو ی په لاس کې وي او دخپلو ناروا ګټو لپاره یې هم جوړوي او هم دفاع ترې کوي !! مونږ خپل کالي او خپل عمل نه مرداره وو !!