فراه؛ مرکز کې قومندان له خپلو ملګرو سره طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې هم د طالبانو بریدونو دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

تازه د فراه په مرکز کې د یوې پوستې قومندان له خپلو ملګرو او مهماتو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دغه عسکر د ښار اړوند ریګي دیله سیمه کې پوسته درلوده، چې د جلب او جذب کمیسیون په هڅو يې له خپل ولس سره له جګړې لاس واخیست.

خبرپاڼه زیاتوي دوی د حقایقو په درک سره له جګړې لاس پر سر او طالبانو يې هم تود هرکلی کړی دی.

د فراه ځايي چارواکو د دې بشپړې پوستې د تسلیمۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو بالابلوک کې يې د وژل شویو عسکرو شمېر په ډاګه کړی دی.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سید عبدالله انداربي وايي چې په پشت‌کوه او بالابلوک کې د د بالابلوک ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۳۴ عسکر وژل شوي دي.

د فراه ولايتي شورا وايي چې تېره یوه اوونۍ کې تر سلو ډېر ځواکونه له منځه تللي دي.

د دې شورا مرستیال خیرمحمد نورزی وايي چې بالابلوک کې یوازې شپېته تنه سلامت طالبانو ته تسلیم شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د