جمعت اسلامي د ارګ له «مشورتي بورډ» سره مخالف دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): ارګ تېره ورځ وویل چې روانه اوونۍ کې به د سوله‌ییزو هڅو اړوند یو مشورتي بورډ جوړ کړي چې پکې د مدني فعالانو او ښځو برخه هم په پام کې نیول شوي.

جمعیت اسلامي چې مشر يې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دی، په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې بورډ مخالفت کړی دی.

صلاح الدین رباني په خپرو کړو څرګندونو کې ویلي، چې د سولې په برخه کې د مشورو تګلاره بده نه بولي، خو د مشورتي بورډ جوړول له سولې شورا سره موازي حرکت دی، چې دوی ورسره موافق نه دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې جمعیت اسلامي د سولې شورا له ادرسه د خبرو اترو د دوام پلوی دی او هم باید حکومت د سیاسي ګوندونو مشورو ته پام وکړي.

په ورته وخت کې ځينې سرچينې وايي چې حکومت د سولې شورا د لغوه کولو نیت لري.

سرچینه زیاتوي د ګډ حکومت د عمر په پای ته رسېدو سره حکومت پرېکړه کړې، ‏چې د سولې عالي شورا لغوه کړي او پر ځای يې ارګ کې يوه کوچنۍ ډله د سولې چارې پر مخ بوځي.‏

دا په داسې حال کې دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې پیل کړې او حکومت اعتراف کړی چې حاشيې ته ټېل وهل شوی دی.

په همدې حال کې تېره ورځ د سولې شورا غړې حبیبې سرابي وویل، دوی له زلمي خلیلزاد نه د خپل دویم سفر معلومات غواړي او باید ور يې کړي.

راپورونه وايي زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته را ورسید، د هغه د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو ته دا دویم سفر دی، چې پکې له طالبانو سره د لیدلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د