نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا پخواني چارواکي وايي سوریه کې جنګېدونکو افغانان چې د فاطمیون په نامه د بشرالاسد په ګټه جنګېږي د اردو پخواني عسکر هم پکې شامل دي.
د ملي امنیت ریاست د تجزيې او تحلیل څانګې پخوانی مرستیال اجمل بلوچزاده وايي د سوريې د جګړې لپاره د افغان ځوانانو په جذب کې شعیهمذهبي شراکت هم یو عامل و.
هغه زیاته کړه پر دې سربېره د اردو او پولیسو هغه عسکر چې دندې يې خوشي کړي هم پر فاطمیون جګړه مارو بدل شوي او هم يې د جلب او جذب چارې پر مخ وړي.
د فاطمیون لښکرو په اړه اندېښنې موجودې دي چې افغانستان کې به يې هم ایران د یو فشار په توګه وکاروي.
د ملي امنیت شورا د ګواښونو د ارزیابۍ پخوانی مشر ارین شریفي وايي، سوریه کې جنګېدونکي یا جنګېدلي افغان ځوانان د افغانستان لپاره هم بالقوه خطر دی.
د ملي امنیت شورا د پخوانیو چارواکو له لوري په داسې حال کې د فاطمیونو په اړه څرګندونې کېږي، چې تازه محمد اشرف غني بامیانو کې د ملېشو د پنځه سوه کسیز ځواک د منظورېدو هوکړه کړې ده.
په ورته وخت کې طالبانو هم ګواښ کړی چې د قومي ملېشو رامنځته کوونکي به يې د اسخباراتي ارګانونو له کشف خوندي پاتې نه شي.