نړۍ

دجاپان هیواد یو وار بیا زلزلي ولړزاوه

japan_earth_quake(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۷) جاپان: چارواکو دهیواد په شمال ختیځه برخه کي دزلزلي له پیښیدو څخه سمدستي وروسته خلګو ته دسیمي دخوشي کولو امر وکړ، اولدي سره جوخت دسونامي دخطر زنګ ووهل شو، او دفوکوشیما دخراب شوي هستوي پلانټ کارکونکي  له ریکټرونو څخه وخوندي ځایونو ته بوتلل شول. که څه هم له ۹۰ دقیقو څخه وروسته دسونامي دخطري احتمال کم شو، خو په سیمه کي بیا هم ویره خوره ده. امریکني ځمک پوهانو خبرورکړیدي چي دزلزلي قوت ۷.۱ وو اوکوم ښکاره او دپام وړزیان یی نه ده پیښ کړی.
تیره میاشت هم په جاپان کي ډیره زوروره زلزله شوی وه چي په لوړه کچه سره خرابی یی پیښه کړی وه، او دتیري میاشتي دزلزلي قوت ۹.۰ وه، دفوکوشیما دهستوي پلانټ دریکټرونو مسئولین وایی چي اوسني زلزلي وریکټرانو ته کوم زیان نده رسولی، امریکني ځمک پوهان وایی داوسني زلزلي مرکز هم سمندر کي دننه ۴۹ کیلومټره لاندي دتیري میاشتي دزلزلي ومرکزته څیرمه وه، عینی شاهدان وایی چي دزلزلي به حالت کي ځمکي کښته اوپورته حرکت کاوه، چي په لومړيو شیبوکي دزلزلي قوت ۷.۴ ښودل شوی وه خو وروسته بیا خبرورکول شو چي دزلزلي قوت ۷.۱ دي
بخت الرحمن  بخت ……………………………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x