کابل پوهنتون؛ د جګړې په تړاو د دوو لېسو نږدې ۴۰ زده کوونکی نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۷ل): کابل پوهنتون کې د شخړې له امله چې څو تنو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته د خوشال بابا او رحمان بابا لېسو نږدې ۴۰ تنه زده کوونکي نیول شوي دي.

تېره پنجنشبه (۲۴لړم) د کابل پوهنتون په منځ کې د قومي او مذهبي ناندریو پر سر شخړه ګرمه شوه چې پکې د خوشال بابا لېسې یو تن زده کوونکی ووژل شو او ګڼ نور پښتانه محصلین او زده کوونکي ټپیان شول.

عیني شاهدان وايي په دې شخړه کې د محمد محقق ټوبکوالو په ډزو کې مرګ‌ژوبله واوښته، خو لا هم د خوشال بابا او رحمان بابا لېسې د محاصرې په ډول پاتې دي.

امنیتي ځواکونه د دې لېسو د لیلیو په دروزاو کې ولاړ دي او تر اوسه يې شاوخوا ۴۰ تنه نیولي دي، چې د کابل امنیه قومندانۍ ته وړل شوي دي.

له دې لېسو نه سرچینې وايي حکومت دوه ګونی چلند کوي تر اوسه لا هم سلامت او ملامت معلوم شوي نه دي، خو زیانمن شوي هم پښتانه زده کوونکي او محصلین دي او نیول شوي هم دوی دي.

تر اوسه د کابل امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید
میلمه
سید

وژل کېږي پښتانه، نيول کېږي هم پښتانه: پرته له هر ډول تعصب چې په کلکو ټکو یې غندل پکار دي، او داسې عمل چې اسلامي شريعت یې د اسلامي لارښوونو سره او لوړو اخلاقو سره ټکر کې بولي، خو حقیقت دا دی چې که چېرې په يو چا ظلم کېږي، باید غږ يې پورته شي، پښتانه او تاجک مظلوم دي، همېش د ظلم ښکار دي، دا ځکه چې په اوضاع امریکایان او د هغوی دوستان هزاره او شیعه مسلط دي، دې حقیقت ته په اشاره که د کابل پوهنتون اوضاع وځېړل شي، ټولو ته به جوته شي چې د شیعه… نور لوستل »