ميدان وردګ: توغنديزبريد کې د زوم په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولایت په جلريز ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د دولتي عسکرو په توغنديز بريد کې د زوم په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

تيره ورځ مازديګر مهال د دولتي عسکرو له لوري توغول شوی توغندی چې د واده په مراسمو ولګېد د زوم په ګډون يې درې تنه وژلې او نهه نور ټپيان کړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي چې په واده بريد تيره ورځ د جلريز ولسوالۍ په زيولات سيمه کې د دولتي عسکرو له لوري رامنځته شوی دی او د زوم په ګډون يې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وايي چې په دې بريد کې د واده زلمی، د هغه تره زوی او تره لمسی وژل شوي دي او درې ماشومان، دوه ميرمنې او څلور کسان ټپیان شوي دي.

هوتک وايي چې په سيمه کې جګړه هم نه وه خو دولتي عسکرو توغندی توغولی دی او زياتوي چې د ولس خلک په دې اړه سپيناوی غواړي او حکومت بايد د پيښې په اړه ولس ته سپيناوی ورکړي.

د ميدان وردګ ولايت وياند عبدالرحمن منګل هم پيښه تائيد کړه او ويې ویل چې په دغه بريد کې ۲ تنه وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې له څېړنو وروسته به ددې پيښې پايلې معلومې شوي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو يو موټر د بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه شو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې څو تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اِناللهِ و انا اليه راجعون
الهې(ج) ته منتقم يي ته د دې مظلومو انتقام واخلې . آمين