جنرال ډنفورډ: طالبان ماتېدونکي نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې طالبان په روانه جګړه کې ماتېدونکي نه دي او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي.

جنرال ډنفورډ د کاناډا په هالفکس امنيتي غونډه کې وويل: «دا به ډېره ناانصافي وي، چې ووايو طالبان مات شوي او يا هم ماتېدونکي دي.»

د امریکا لوی درستيز زياته کړې، د افغانستان په اړه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټيژي مو له يوه کال زياته وکاروله، خو تر اوسه هېڅ ګټه نه ده کړې، چې طالبان مو پرې مات کړي، يا مو کمزوري وي.

دغه امريکايي جنرال ويلي چې موږ په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هر ډول پوځي فشارونه کارولي، خو هېڅ ګټه يې نه ده کړې، زه په دې باور شوی يم، چې د زور له لارې بريا نشو ترلاسه کولی او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او روان بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

د امريکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په ګډون ډېرو ملکي او ټييټپوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې په خپلې ناکامۍ اعترافي څرګندونې کړي، خو دا لومړی ځل دی، چې دومره لوړپوړي امريکايي جنرال په رسمي وينا کې دا منلې، چې طالبان نه ماتېدونکي دي او بايد د افغانستانه روانه اوږده جګړه د سوله ييزو خبرو له لارې حل و فصل شي.

جنرال جوزف ډنفورډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوهم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

خلیلزاد دغه ناسته هيله بښونکې بللې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د دی کافر يه خبرو طالبان نور هم نور فکر کوی چه والله مونږ په ریښتیا ماتیدونکی نیوو. او نور هم جنګ ته تشویق کیږی، وزأ کیږی او تباه کیږی. لږ د خپل عزت په خاطر فکر وکړی ښځیی مو په ښارونو کی ګدایی کوی، پښتون هر ورځ وژل کیږی که په لر کی دی او که په بر کی. لږ سیاست زده کړی د الله په خاطر. پریږدی دا د انګیزانو او کافرانو لمن الله ته ورتګ لری. الله مو خوار کړه .

جميل
میلمه
جميل

خوند به هغه وخت وکړي ، او د موئمن مسلمان سترګي او زړه به هغه وخت يخ شي چي په ټول هيواد کي د الله(ج) او د محمد(ص) پاک او سپيڅلې نومان د سولې پر سپينو بيرغو په ټوله هيواد کي په ښه خوند او ناز ورپيږي .
يا رب العالمين(ج) دغه ورځ خو راباندې ووينې .آمين