ټاکنوکميسيون: راتلونکو شپږو ورځو کې به د ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي چې د ولسې جرګې د ټاکنو د ۳۲ ولايتونو لومړنۍ پايلې به راتلونکو شپږو ورځو کې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون د مرستيال وياند ذبيح الله سادات رسنيو ته ويلي چې د ليندۍ دوهمه نېټه يې د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان ورځ ټاکلې ده خو زياتوي چې که دقت د سرعت قرباني کيږي نو د پايلو د اعلان په ځای به ځنډ ته لومړيتوب ورکوي.

سادات وايي چې د روانې اوونۍ تر پايه به د رايو د بيا شمیرنې چارې بشپړې شي او وايي چې تر اوسه د دوه سوو مرکزونو رايې
بيا شميرل شوی دي.

هغه وويل چې زموږ هڅه داده چې لومړنۍ پايلې د ليندۍ په دوهمه او نهايي پايلې يې يوه مياشت وروسته اعلان کړو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ټاکنو د پايلو د اعلان له پاره د ټاکنو کميسيون بيلابيلې ورځې وټاکلې خو بيا
هم د ټاکنو اعلان له ځنډ سره مخ شوې.

تيرو وعدو او اعلانونو ته په کتو بيا هم ګومان نه کيږي چې د ټاکنو لومړۍ پايلې دې په ټاکلې نېټه اعلان شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د