
د هیواد واقعي ساتونکي څوک دي؟
مراد احمد
څو لسیزي کیږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده. د جګړې دواړه اړخونه یو په بل د پردو د لاس د آلې تهمتونه لګوي. کمونسټانو د ډاکټر نجیب الله د حکومتولۍ په وخت کې پر مجاهدینو د پاکستان د غلامۍ تهمتونه لګول، خو حقیقت دادی چې د پاکستان اصلي دوست ډاکټر نجیب و، ځکه د ډاکټر نجیب په وخت کې پاکستان هغه ازاد قبائل قبضه کړل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د فاصلې په حیث ازاد پاته شوي وو؛ ډاکټر نجیب یې په خلاف هیڅ ونه کړل. نو دا خبره چې مجاهدین د پاکستان غلامان دي، د کمونسټانو یو غولوونکی شعار و.
اوس بیا د کابل لاسپوڅې اداره دا غولوونکې نعره ډېره ډېره تکراروي، خو اوس صرف له یو څو متعصبو کسانو پرته هیواد وال په دې پوهیږي چې د کابل د ادارې چار واکي د پاکستان دوستان دي. ځکه د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار درول، پر تورخم دروازه جوړول، د چمن په باډر کې دوه کلي پاکستاني چارواکو ته له یونمایشي جنګ کولو وروسته ور پرېښودل، استخباراتي معلومات یو له بل سره شریکول آیادا د دښمنۍ نښې دي که د دوستۍ؟
پر کنړ، نورستان هر ه ورځ په لسهاو راکټونه پاکستاني پوځیان را غورځوي، د کابل د ادارې چارواکي چوپه خوله ورته ناست دي. آیا دا د دښمنۍ نښه ده؟ د قبائلو خلکو ته یې بې له وېزې په تورخم د تګ راتګ اجازه ورکړه. پاکستان د سرحدي سیمو خلکو ته اوس هم بې له وېزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، انګریزانو چې کله د ډیورنډ کرښه معلومه کړه دا خبره یې پکې لیکلې وه چې سرحد ته نزدې خلک دواړه هیوادو ته بې له وېزې تګ راتګ کولای شي.د فاټا انضمام یې په صوبه خیبر پښتونخوا پسې وکړ ،د کابل ادارې په دې اړه هیڅ عکس العمل ښکاره نکړ. کله چې اغزن تار بولدک، شورابک سیمو ته را ورسید نو جنرال رازق یې مخنیوی وکړ، پاکستاني چار واکو داسې اسناد ورته وړاندې کړل چې د کابل دوه سري حکومت د ډیورنډفرضي کرښه له دوی سره منلې ده د کابل د حکومت په اجازه اغزن تار تېروي. خو جنرال رازق دخپلې درواغجنې داعیې ( د پنجاب دښمن یم)د رښتیا کېدو لپاره د خپل معمول مطابق یې بیا یو څو ټکان پر پاکستاني پو ځیانو وکړل بس څو ورځې باډر بند سو، جنرال رازق داویاړ خپل کړ چې دی د پنجاب دښمن دی پاکستان سره یې جنګ وکړ، ها یې وکړ، دایې وکړ. له مرګه وروسته یې د ملي اتل لقب خپل کړ، نور اغزن تار اوس هم د پاکستان فوځ په ډېر ډاډ سره پر مخ کشوي.
بل لور ته طالبان دي چې د خپل هیواد د ازادۍ خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکوي، که څه هم د کابل اداره تل دا دعوه کوي چې طالبان د پاکستان پروژه ده خو تر اوسه یې ددې کوم کره ثبوت وړاندې نکړ. طالبانو د دوی دغه درواغجنه نعره تل رد کړې ده. بلکې د پښتون ملت پال کمونسټ ګوند مشر اسفندیار ولې خپله کیسه کوي. چې ماته نصر الله بابر کیسه کوله چې کندهار ته لاړم، مشر ملا صاحب مرحوم سره غرمه په ډوډۍ خوړلو بوخت وم، ما ورته و ویل چې امیر صاحبه! که د ډیورنډ کرښه ومنئ ټوله کیسه به ختمه شي، وایې: مشر ملا صاحب مرحوم راته وویل ګوله کښېږده وځه خائینه!
طالبانو کله هم د پاکستان غوښتنه منلې نه ده، پاکستان خپل ټول ځواک استعمال کړ چې طالبان له امریکایانو او د کابل ادارې سره په اسلام اباد کې خبرو ته کېنوي، خو طالبان ټول ربړونه تکالیف، بندیخانې یې برداشت کړل خو د پاکستان فرمایش یې و نه مانه.د خپلې حکومت ولۍ په وخت کې د پاکستان فوځ دا تصور هم نه شوای کولای چې دوی دې د ډیورنډ په کرښه کې لږ مخته شي، نه د طورخم دروازه وه، نه د چمن، چې کله د طالبانو حکومت نسکور شو پاکستان په هر ځای کې پرمختګ وکړ.
اوس طالبان د بهرامچې سرحد په واک کې لري کله چې ازغن تار هلته پاکستانیانو ورساوه طالبانو یې مخه ونېوله، تار او کولنګان له بېلچو سره یې ځنې راوړ ل، وېډیو یې اوس هم په سوشل مډیا کې ګرځې راګرځي. چا طالب ته د اتل لقب ور نکړ، میډیا خوله پرې پټه کړه صرف فیض ځلاند دومره خبره په خپل فیسبوک اکاونټ نشر کړه چې له طالبانو مننه کوم چې د اغزن تار مخنیوی یې وکړ. بس نو میډیا د دښمن په لاس کې ده. چې زړه یې و غواړي هغه نشر کوي. اولسه! نور د کابل ادارې په درواغجنو شعارونو خطانشئ، یوازي طالبان دي چې وطنّ ته وفادار دي، د وطن رښتني خواخوږی دي د اولس په درد ځانونه دردمند بولي، او تل یې د اولس په ټپونو ملهم ور اېښي دي. نور دې الله جل جلا له طالبانو ته بریا ورکړې او انشاء الله نور د طالبانو کښتۍ ساحل ته په رسېدو ده. وما ذلک علي الله بعزیز.
تاریخ لیکی چه له محمد داودخان څخه،وروسته هیڅ کوم رژیم د هیواد واقعی ساتونکی تر اوسه نه دی راغلی.
د هیواد خرڅوونکی واقعی تجاران ډیر په دم کی تیر شوی،چه افغانستان څو ځایه خرڅاو یی نړی وال ریکارد قایم کړی،هر څوک به ادعا کوی چه زه د هیواد ساتونکی وم ،ام واقعیت کی هغه پوخ خرڅونکی دی،
د هیواد واقعی ساتونکی د هیواد مظلوم بیچاره خلګ دی. اوس هر افغان په سیاست پوه دي. نور مو څوک غولولی نشی. که دولت دی که طالب دا ټول د بهرنیو د استخباراتو لپاره خپل افغانان وژنی. بیا بالخصوص طالبان چه د پښتنو د وژنی لپاره یی لاسونه بیډویلی. الله (ج) وایی: که دښمن درسره سوله کوی ورسره سولی وکړی، توکل مو په الله وکړی. خو دوی سوله نکوی. خلک د حکومت او طالبانو نه له دواړو نه سر ټکه وي. الله دی یو غیبی امن راولی. زمونږ امیید بیغیر له الله نه هیجاته نشته.
مراد احمد وروره ؛ الله(ج) دې مراد در پوره کړي