افغانستان

جنرال مظفرالدين د ميدان وردګ د والي په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ميدان ودرګو پخواني والي ډاکټر محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا ورکړه، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يې په ځای جنرال مظفر الدين ددې ولايت د والي په توګه وټاکه.

د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي چې دا ټاکنه يې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د حکم پر بنسټ کړې ده.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې مظفر الدين په نظامي برخه کې لوړي زده کړې لري او تر دې وړاندې يې د ميدان وردګ د امنيه قومندان، فرقه مشر او قومي شورا د رئيس په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډ حکومت د چارواکو استعفاګانې زياتې شوي دي.

ميدان وردګ ولایت يو له نه امنه او ناکراره ولایتونو څخه ګڼل کيږي چې وخت ناوخت ورڅخه د جګړو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د كورنيو جګړو ماهرینو ته د چارو واګي سپارل به مفکر صاحب خدای خبر د کابل ښار تر کومې پایې پورې ورسوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x