د جنرال ډانفورد د خبرو تفسیر څه کیدای شي؟!

نن ټکي اسيا سرليکنه

د امريکا د پوځ مشر جنرال ډانفورډ ویلي چې طالبان په نظامي ډګر کې لا هم فعال او له پوځي لارې یې ماتول ناشوني دي.
جنرال ډانفورد ، دغه څرګندونې پرون د امريکا په هاليفاکس کې ديوه امنيتي بحث پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي :

((افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري، باید پر طالبانو نظامي، سياسي، اقتصادي او ټولنيز فشارونه راوړل شي ترڅو هغوى د سولې خبرو ا ترو ته چمتو والی وښيي)) .

جنرال ډانفورد د یوه لوړ پوړي امریکايي پوځي چار واکي په توګه دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د دوي پوځي ځواکونه لاهم په خپل ټول قوت سره د طالبانوخلاف پوځي زور کاروي چې له امله یې هره ورځ په سلګونو ولسي وګړي مړه او ژوبل کیږي.

یواځې امریکایان نه؛ بلکې د هغوی تحت الحمایه رژیم هم په خپلو تازه اقداماتو کې د طالبانو خلاف د پوځي بریدونو د زیاتوالي امر صادر کړی دی.

خو د جګړې په کرښو کې لکه څرنګه چې جنرال ډانفورد باور لري طالبان کمزوري نه ؛ بلکې تر پخوا لا ډیر ځواکمن شوي دي.

له طالبانو سره د مذاکراتي بهیر په مهال که د جنرال ډانفورد ، دا خبره تفسیر شي چې له نظامي لارې د طالبانو ماتول ناشونی دی نو باید هغوی تر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فشارونو لاندې ونیول شي یو ویروونکی تعبیر لري.

ویروونکی په دې معنی چې امریکایان له سوله ییزو هڅو نه په استفادې سره لا هم غواړي پر طالبانو باندې د زور او فشار له لارې خپلې غوښتنې ومنې ، هغه فشار چې له تیرو اوولسو کلونو راهسیي یې له انفجار او تباهي پرته افغانانوته بله هیڅ ګټه نه ده لرلې .

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاد اتانچی
میلمه
الحاج استاد اتانچی

مرګ او ژوبله د حل لاره نه ده.چه هر څومره سره مړه کړو. بیا به هم په یو ټغر د حل لاری ته سره کینو،نو ولی زر تر زره نه سره کینو؟چه د حل لاره پیدا کړو،د هر څه نه مخکی باید موږ د دښمن لاس له خپلی غاړی څخه وشکوو.م
موږ غټ دښمن لومړی،پاکستان،بیا ایران. بیا روسیه بیا امریکا دی،پاکستان زموږ خاوری پښتونستان او اوبه ته سترګی نیولی دی،هره ورځ یی پښتانه په وینو سره لړلی وی،امریکا زموږ سره ګډه پوله نه لری ،هر وخت امریکا شړلی شو،

مجاهد
میلمه
مجاهد

چه په اوږو مو سپاره هغه مو اول او چه په خیټو مو سپاره هغه مو اخر دشمنان دی ؟

جميل
میلمه
جميل

ځينوته هرکار،هره موضوع ، خلص هرڅه ورته ډول او سرنا ښکاري ، پښې ئې کا ورته کوي او غواړي چي پورته پورته ورته وغورځي اوبې نظمه سربداله څرخونه ووهي . خبري چا کړيدي ، دئ وچاته وايي جګړه مه کوې . وديته وائي منطق ترهغه وخته به ئې پر سرسر وهي چي ټوله نوي وتلي ، غلامان به ئې هم تر هغه وخته پر سرسر وهي ترڅو تسليم شوي نوي او اسلامي نظام ئې قبول کړئ نوي . په هيواد کي د جاهلو مفسدينو دوره نوره پر ختميدو ده انشاءالله يودور را روان دئ يو بدلون دئ را روان دسپينو… نور لوستل »