خلیلزاد: هيله ده، له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې سولې ته ورسيږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله‌ من دی، چې د ده په مشرۍ به له طالبانو سره د سولې خبرې بريالۍ شي او په ۲۰۱۹ کال کې به د سولې تړون ته ورسيږي.

زلمي خليلزاد په کابل کې رسنيو ته وويل: زه هيله‌ من یم، چې د ۲۰۱۹ کال اپريل مياشت کې له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د سولې تړون ته ورسيږو.

دغه افغاني الأصله امريکايي ديپلومات خوشبينه دی، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په لنډ وخت کې بريا ته ورسيږي.

د ټرمپ ادارې د افغانستان اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره زلمي خلیلزاد ته دنده ورکړې، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد له تېرې يوې مياشتې راهيسې دوه ځله په قطر کې د طالبانو د سياسي کميسيون له استازو سره کتلي دي.

د طالبانو له لوري په دغه ناسته کې دوو لوړپوړو پوځي مشرانو، چې په ۲۰۱۴ کال د ګوانتانامو له زندانه راخوشې شوي هم ګډون کړی و.

طالبانو او همدارنګه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسنيو په رسمي توګه څه نه دي وي، خو رویټرز خبري اژانس او نورو رسنيو د طالبانو د سرچينو له خولې ليکلي، چې په راتلونکې ناستې کې به د خلیلزاد په مشرۍ امريکايي ديپلوماتانو ته د سولې په اړه نوي وړانديزونه ولري.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، طالبان په دې باور دي، چې امريکا او ناټو ته يې ماتې ورکړې او له همدې امله يې له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې امریکا باید له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او د طالبانو بنديان له زندانه خوشې کړي.

امريکا او طالبانو د راتلونکې ناستې لپاره تاريخ نه دی ټاکلی، خو خليلزاد  ويلي، چې کېدای شي، طالبان د راتلونکو خبرو لپاره د مرکچيانو  ټيم کې نوی بدلون هم راولي او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت به دغه خبرې بریا ته ورسيږي.

امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ ادارې زلمي خلیلزاد ته شپږ مياشتې وخت ټاکلی، تر څو د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي  او امریکايي چارواکو ته د روان بحران د پای ته رسولو زیری ورکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

آیا دا ا فسوس ځای ندی چه یو امریکایی مونږ سوله راولی؟ ولی افغانان په خپل منځ کی خبری نکوی؟ اوس ټول پوهیږی چه دواړه فریقه په الله چه د نورو په اشارو لګیا دی جنګ کوی. په والله که دا جهاد وی دا د بهرنیو استخباراتو جنګ دی چه د سوخت مواد یی صرف پښتانه دي.

جميل
میلمه
جميل

لدې تيښتې سره ټرمپ غواړي راتلونکې اتخابات وګټي ، نعرې به وهي چي ما خپله وعده پوره کړه ، ما خو ويل چي د افغانستان جګړه يوه عبث جګړه ده . ټرمپ د خپل ملت نبض ښه پيژني چي ملت ئې ډير بيغيرته او بيهمته دئ او د اوږدې جګړې تاب نلري . اوس به وائې چي : ما جګړه نده بايللې ، زه پدي بريالۍ شوم چي خپل عسکر لدې ډنډه ژوندي راوباسم او صحيح او سلامت ئې تر کوره وخپلو کورنيو ته را ورسوم . يک چک چک له طالبانو چي هرکله دښمن وتښتې دوې وائي په تيښته… نور لوستل »