د سولې موسم او دروغجنې آوازې

زخمي افغان

د انسان طبیعت داسې جوړ دی چې د کوم څه په اړه ډیره تلوسه لري، ډیر یې ورسره شوق وي او ورته تږی وي، د هغه په اړه هره خبره اوریدل او ورباندې باور کول خوند ورکوي. کټ مټ لکه عاشق ته چې د معشوقې د حسن او جمال هر خارق العاده توصیف په پټو ستر ګو د منلو وي او په دې اړه هره خبره د زړه په غوږونو اوري.

زموږ هیواد وال له څلویښتو کلونو راهیسې د سولې تږي دي. جګړو یې د ژوند خواږه ترې اخیستي او په هر دم او قدم د سولې دعاګانې کوي. خو د اوږدو جګړو په تسلسل کې، سوله لکه د صبح کاذب رڼايي کله کله سر را ښکاره کړي، د اولس امیدونه تاند کړي او څو شیبې وروسته بیا د جګړې په لړو کې ورکه شي.

اما دا ځل له علامو داسې  ښکاري لکه افغان اولس چې په رښتیني معنی د څلویښت کلنې جګړې پای ته نږدې شوی او د خپلواکۍ او سولې صبح صادق راختونکی وي. د امریکایي جنرالانو دا اعتراف چې جګړه په زور نه شي ګټلی او طالبان ماتیدونکي نه دي. په دې علاوه د زلمي خلیل زاد تاوده سفرونه، نرمې څرګندونې او د طالبانو له اړخه په لوړه سطحه د تفاهم پروسې ته وړاندې کیدل، ټول د دې علائم دي چې د مسئلې د حل په خوا اساسي اقدامات پيل شوي دي.

خو په دغسې مرحلو کې ضرور یو لړ منفي پدیدې هم راښکاره کیږي. هغه دا چې فرصت طلب اشخاص د خپل بازار ګرمولو او د خپلو دروغو د خرڅلاو لپاره جعلي خبرونه خپروي، اوازې جوړوي او بیا یي د ټولنیزو رسنیو له لارې تر هغه حده تبلیغوي تر څو خلک ورباندې د رښتیاوو ګمان وکړي.

د بیلګې  په توګه، د مذاکراتو لپاره دامریکا استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې د طالبانو له لوړپوړي  پلاوي سره وکتل، ديپلوماتیک عرف دا دی چې ددغسې ملاقاتونه جزیات پټ پاته کیږي او دواړه خواوې یې د اعتماد ساتلو په موخه محرم ساتي. معنی دا شوه چې د دې ملاقات جزیات یوازې طالب استازو او زلمي خلیل زاد ته معلوم دي. خو له دې فوق العاده محرمیت سره سره یو شمیر فیسبوکیان په داسې ډول ددې ملاقات جزیات بیانوي لکه دوی چې هلته په مجلس کې حاضر وو او د امریکایانو ترجماني یي کوله.

دغو فیسبوکیانو اوازه ګډه کړې، چې له خلیل زاد سره د موقف حکومت په جوړولو هوکړه شوې، طالبانو ویلي چې انتخابات به ځنډیږي، اوربند به اعلانیږي او ډیر زر ده چې طالبان به وسلې پر ځمکه کیږدي. . . دا او نورې ډیرې خبرې چې بې اساسه او تر وخت وړاندې دي د هغو حلقو لخوا تشهیریږي چې غواړي د سولې پروسه تخریب کړي.

د جګړو په پای کې د دغسې تفاهمي پروسو په مهال هر اړخ کوښښ کوي ددروغجنو اوازو په خپرولو سره مقابل جانب تر تبلیغاتي ګوزار لاندې ونیسي. د هغوی تر منځ شکونه ولمسوي، خپل منځي اعتماد یې له منځه یوسي او په دې ډول یې هغه مورال او اتحاد وځپي چې د مذاکراتو په میز حیاتي اهمیت لري.

په همدې خاطر خو یو شمیر غربي رسنۍ هم داډول بي اساسه اوازې او جعلي خبرونه راپورته کوي او د فیسبوک بې سوژې کاروونکو ته د خرڅلاو مفت دروغ په لاس ورکوي. مطلب دا دی چې حقیقي سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده چې موږ ورسره د یوې حقیقي پدیدې په حیث چلند وکړو. په دروغجنو اوازو پسې لاړ نه شو. خپل توقعات کنترول وساتو. د شک او وسواس په ځای یوازې په هغو خبرونو باور وکړو چې د کره لاسوند او معتمدې منبع  څخه مو ترلاسه کړی وي.

بله خبره دا چې د داسې دروغجنو اوازو خپرول او تشهیر نه یوازې دسولې پروسې ته زیان اړولی شي، بلکې دروغ او ګناه هم بلل کیږي. فیسبوکيان دې یوازې په هغه څه باور وکړي چې د طالبانو د رسمي سایټ الاماره، یا رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد او یا د قطر دفتر لخوا رسما رسنیو ته ویل کیږي. له دې علاوه د هرې خبرې منل او تشهیر یوازې د اسلام او وطن د دښمنانو تبر ته لاستی ورکول دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاد چپه
میلمه
الحاج استاد چپه

# تبصره ډیلیټ شوه.
یادونه: یو او سم نوم اختیار کړه