طالبان: زابل کې یې 9 دولتي سرتیري د نفوذي ملګري په مټ ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم ۱۳۹۷): طالبانو خبر ورکړی چې د زابل په شینکۍ او فاریاب کې یې 9 عسکر ژوندي نیولي او 5 نور یې وژلي دي.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي چې تېر ماښام یې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اړوند د دوستۍ کلي ته څیرمه د کریش ستراتیژیکه پوسته د خپل یو نفوذي بریدګر په مټ نیولي او 9 تنه دولتی سرتیري يې ژوندي اسیران کړي او 2 نور یې ځای پرځای وژلي دي.

طالبانو زیاته کړي، چې په پوسته کې یې د دوی په وینا له دښمن څخه یو رینجرموټر، 9 کارملي ټوپکونه، 4 کلاشینکوفونه، 1 راکټ، 1یوثقیل، 5 صندوقه د پیکا، او ګڼ شمېر نوري مرمۍ اومهمات د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلي.

طالبانو ویلي چې د دوی اړخ ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

بل خوا له فاریاب څخه هم طالبانو خبر ورکړی چې د قومندان عبدالباقي په ګډون یې 8 تنو اربکي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي.

طالبانو ویلي چې د یاد ولایت، خیبر ولسوالۍ د بورغن پایان سیمه کې د قزلرقلعه په نوم کنډک باندې د دوی جنګیالیو تېره شپه ناوخته برید کړی، د قومندان عبدالباقي په ګډون یې 3 تنه اربکیان ځای پرځای وژلي، د طالبانو په وینا چې مړي یې اوس هم هلته پاتي دي، او 5 نور یې زخمیان کړي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده پېښه کې 2 تنه طالبان هم زخمیان او یو بل تن وژل شوی.

دولتي ځواکونو د یادو دواړو پیښو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې پر دولتي ځواکونو د طالبانو بریدونه په داسي حال کې زیات شوی چې د امریکایي او طالب استاځو ترمنځ د سولي په رابطه د لیدنو کتنو لړۍ هم خورا ګرمه ساتله شوي، دوې ورځي وړاندي امریکایی استاځي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استاځو سره درې ورځي پرلپسې لیده کاته وکړل.