سرچينه: اشرف غني له طالبانو سره د مذاکراتو ګډوډولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره افغانستان او سيمې ته سفرونه او هڅې پيل کړې،خو اوس داسې ګونګوسې راپورته شوي چې د ګډ حکومت مشر د مذاکراتو ددې بهير د ګډوډلو هڅه کوي..

په کابل کې يوې سرچينې کابل نيوز ته ويلي چې له طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني ګوښه ساتل شوی دی نو له همدې امله نوموړی اوس په يوې داسې طرحه کار کوي چې له امله يې د مذاکراتو دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

له څو ورځو راهيسې اشرف غني په افغانستان کې له بيلابيلو جهادي او سياسي مشرانو سره ناستې پيل کړي دي او ويل کيږي چې په نږدې راتلونکې کې د سولې بورډ په نامه يوه بله اداره رامنځته کړي چې د سولې شورا ځای به ونيسي.

سرچینه زياتوي چې ولسمشر غني انديښنه لري چې که د افغانستان له حکومت پرته امريکا له طالبانو سره مذاکرت کوي نو افغان حکومت به يوازې پاتې شي او حيثيت به يې له منځه لاړ شي.

دغې سرچينې کابل نيوز ته ويلي دي چې محمد اشرف غني وروسته له هغې په دې اړه فکر وکړ او د سولې په اړه يې د نوې ادارې د رامنځته کېدو اراده وکړه چې نوموړی په دې اړه د ګوښيتوب احساس وکړ.

سرچينه وايي چې محمد اشرف غني له زلمي خليلزاد څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د مذاکراتو په تړاو دې له افغان سياستوالو او سياسي ډلو له مشرانو سره له ناستو ډډه وکړي او افغان حکومت دې دمذاکراتو په جريان کې ورشريک کړي.

په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو بحثونه چې تر بل هر وخت تيز او زيات شوي دي د عامو افغانانو هيلې يې راټوکولي دي خو بل لور ته د حکومت له لوري د طالبانو په وړاندې د بريدونو او جګړو زياتېدو غوښتنه هغه څه دي چې د شنونکو په باور د مذاکراتو په بهير منفي اغيز کولی شي.

د يادونې وړ ده چې څو کاله وړاندې هم له طالبانو سره د خبرو اترو بحثونه تاوده شوي وو خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د قطر په دفتر کې د طالبانو د بيرغ په سر مخالفت د مذاکرتو خبرې ټکنۍ کړې.

بل لور ته لويديځ او افغان شنونکي وايي چې سوله د افغانانو لومړيتوب ده خو تر بل هر وخت اوس امريکا هم مجبوره ده چې نور په افغانستان کې خپلې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او له دې هيواده خپل عسکر وباسي، ځکه چې د طالبانو وروستيو بريدونو او ورځ تر بلې د جګړې تيزېدل هغه څه دي چې نور يې امريکا د پرمختګ په ځای شاتګ ته اړ کړې ده.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد خان بلال
میلمه
خالد خان بلال

منفي ليکنه ده او هيڅ راز رسمې او بااعتباره سرچينه نه لري.

خواتی
میلمه
خواتی

کوم پردیو کینولی واکمن په ولسونوکې دپښوایښودلو ځای اوحیثیت لري.

جميل
میلمه
جميل

بيشرفه او ټوله ټيم او کابينه ئي هم نشي کولاې چي مزاکرات ګډ وډ کړي مګر داچي امريکا ورته ووآئي ، لکه مداري کرزي ته چي ئې د طالبانو پر لوحه او بيرغ د قطرپر دفتر د ايسته کولو امرکړئ و . دا بيچارګان چي يو ئې له رستورانه او دا بل ئې له کومي مرغانچې راوستلي، دوې د خپل ځان اختيارهم لري . داچي بيشرفه کوم ټيم جوړوي داهم د امريکا په امر جوړوي ، خليلزاد پخپل لمړنې سفر کي ورته وويل چي خپل مزاکراتي ټيم جوړ کړه، دا ټيم به خليلزاد او بيشرفه په ګډه جوړوي. بل داچي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دجمیل صاحب خبره هم سمه ده چه غلامان د څه کولو او څه کولو ( چه د بادارانو په خوښه نه وی ) جواز نه لری هغه وایی او هغه کوی چه ورته ویل شوی مګر: استعماری قدتو ته د دوستی او دشمنی معیار استعماری ګټی دی. دا چه زمونږ ګران هیواد کی یی استعماری پلانونه وراسته او کاره ولویدل لاسته راوړنی خو نه لری ورځ له بلی د بایلنو سره مخ دی او مخ کییږی د وتلو او اوړو پوزی جوړولو د پاره لیاری چاری ګوری چه د روغی جوړی په جریان کی څه ترلاسه کړی ، دا چه… نور لوستل »