د محمد عليم بسمل دوه نوي غزلونه

محمد عليم بسمل

زما د تړمو اوښکو خبر سمه ده ملګرو
تړلې مې په تاسو پورې دمه ده ملګرو

عيسى غوندې اعجاز که سړى دې خلکو ته راوړي
مريم غوندې که ورټل شي کمه ده ملګرو

اول مو اجل وليکل شو بيا دنيا ته راغلو
له وضعې نه مو رفعه مقدمه ده ملګرو

له خاورو جوړه نشوه دلته نور مواد په کار و
چې ښځه خداى تراشلې له آدمه ده ملګرو

اقرء د پاک اسلام د سپين بنسټ لومړۍ ډبره
شروع وحيه له سوره يې قلمه ده ملګرو

دوهم غزل

چې دخداى فضل وکرم کله په يو ځل راشي
يو ښکلى راشي پسې بل راشي بيا بل راشي

زاهده زړه ته مې چې غم رازي له منځه يې وړي
يو نيم پى مخى خو دهرکله اوتل راشي

خدايه جنت کې هم په داسې ځاي کې کورغواړمه
چې نه دخپلو کره لاړشم اونه خپل راشي

په آرام خوب باندې عادت نه يم افغان يم زمکې
عذاب دواخله که لږ خوب ستا په څنګل راشي

په مقتديانو به يې شل نه کړې ملا بسمله
په آخوندۍ کې عزت خداى که په منګول راشي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د