ټرمپ افغانستان ته د سفر اراده کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې افغانستان او عراق ته د سفر پلان لري خو د کره نېټې په اړه يې څه نه دي ويلي.

ډونالډ ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي دي چې دی به په نږدې راتلونکې کې افغانستان او عراق ته سفر وکړي او هلته به امريکايي عسکرو سره وګوري خو زياته کړې يې ده چې په دې اړه يې کره نيټه نه ده ټاکلې.

تر دې وړاندې هم افغانستان او عراق ته د امريکا ولسمشرانو د خپل واک پر مهال سفرونه کړي وو او په افغانستان او عراق کې يې له خپلو عسکرو سره ليدلي وو خو ټرمپ د امریکا هغه ولسمشر دی چې د دوو کلونو واکمنۍ په موده کې تر اوسه افغانستان يا عراق ته سفر نه دی کړی.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي وو چې په يو مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي او په دې هيواد کې به له امريکايي عسکرو سره وګوري.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر د خپلې اته کلنې واکمنۍ پرمهال څلور ځله افغانتسان ته راغلی و، همدا راز جورج ډبليو بش هم څو ځلې په افغانستان کې د خپلو عسکرو ليدلو ته راغلی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د