
اشرف غني له کرزي سره هم د سولې په اړه لیدلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د سولې مشورتي بورډ په نوم د یوې ډلګۍ برابرولو د هڅو په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغو د سولې د هڅو او په تېره بیا د مشورتي بورډ د جوړولو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې حامد کرزي له محمد اشرف غني سره نظرونه شریک کړي او هغه هم ویلي چې د سولې ملي پروسې لپاره یوې سراسري اجماع ته اړتیا ده.
وړمه ورځ جمعیت اسلامي چې د حکومت نیم شریک او عین حال کې د یو اپوزیسون دنده پر مخ وړي، د سولې مشورتي بورډ جوړول د سولې شورا د بې ارزښته کېدو په مانا یاد کړ.
صلاح الدین رباني چې د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم دی، د یاد ګوند مشر ويلي، له سولې شورا سره موازي د دې بورډ جوړول ورته د منلو نه دي.
د ارګ د ویاند یوه مرستیال دا هم ويلي چې دغه بورډ به د سولې په برخه کې د سولې شورا او نورو فعالانو ته مشورې او نظرونه ورکوي.
په ورته وخت کې ځينې سرچینې وايي، د دې بورډ په جوړېدو سره چې ګډونوال يې د غني په خوښه ټاکل کېږي، د سولې شورا لغوه کېږي.
دا په داسې حال کې دی چې د سولې برخه کې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې روانې دي او تېره چهارشنبه، پنجشنه او جمعه پرلپسې د دې اړخونو تر منځ مخامخ خبرې وشوې.
په همدې حال کې کابل نیوز د یوې سرچینې په حواله وايي چې محمد اشرف غني وروسته له هغې په دې اړه فکر وکړ او د سولې په اړه يې د نوې ادارې د رامنځته کېدو اراده وکړه چې نوموړی په دې اړه د ګوښيتوب احساس وکړ.
سرچينه زیاتوي، محمد اشرف غني له زلمي خليلزاد څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د مذاکراتو په تړاو دې له افغان سياستوالو او سياسي ډلو له مشرانو سره له ناستو ډډه وکړي او افغان حکومت دې دمذاکراتو په جريان کې ورشريک کړي.