غزني؛ حکومت په مالستان کې د پرمختګ دعوه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په مالستان او جاغوري کې نږدې لس ورځې وړاندې د جګړې د پیل خبر ورکړل شو، چې طالبانو پکې د مالستان ولسوالۍ د سقوط دعوه وکړه.

د دې جګړې د رهبري لپاره حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ګمارلی او تازه يې دعوه کړې چې له مالستانه يې طالبان شاته کړي دي.

د کورنیو چار وزارت ویاند نجیب دانش پخپله فیسبوک‌پاڼه تېر ماښام ولیکل، چې د مالستان ولسوالۍ له مرکزه يې طالبان شاته کړي او ټوله جګړه کې يې د لسګونو طالبان د وژل کېدو او ایله یو عسکر د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو حکومت دا هم ویلي چې په مالستان او جاغوري ولسوالۍ کې به درې درې سوه خلک مسلح کړي.

نجیب دانش وايي دا خلک به وروزل شي، امکانات به ورکړل شي او جګړې ته به ور ټېل وهل شي.

څه موده وړاندې محمد اشرف غني بامیانو کې هم د قومي ملېشې د جوړولو په موخه د پنځه سوه تنو د مسلح کولو ژمنه وکړه.

طالبانو پر خلکو غږ کړی چې د څو محدودو کسانو له لوري نه وغولول شي او په لوی لاس ځان ته د جګړې اور بل نه کړي.

دوی دا هم ویلي چې په دې طرحه کې شریک او پلي کوونکي د دوی له استخباراتي کشف نه پټ نه شي پاتې کېدلی.

د مالستان او د جاغوري د جګړې د عمومي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي شي، خو ځينو لوېدیځو رسنیو د جګړې په لومړیو ورځو کې یوازې جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ کمانډو عسکرو او ۵۰ اربکیو او پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د