دفاع وزارت؛ د «ونو پاڼې» هم د تلفاتو ډېرېدو علت بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ناټو عمومي منشي یسن سټولټبرګ د دولتي ځواکونو د پراخو تلفاتو خبر ورکړ، څو ورځې وروسته ځينو رسنیو د محمد اشرف غني په حواله وویل، چې څلورو کلونو واکمني کې يې تر ۲۸زره ډېر عسکر وژل شوي دي.

له دې سره دفاع وزازت او د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم ومنل، چې تلفات ډېر شوي او نږدې هر چارواکي يې د عواملو جلا جلا لړلیکونه بیان کړل.

د دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي تېره اوونۍ ولسي جرګې ته وویل، دوی پوره امکانات نه لري او د طالبانو ګواښونه تر اندازې ډېر لوړ شوي دي، خو ويې ونه ویل چې د ناټو نوی ماموریت چې دولتي ځواکونه جګړې ته په شا ټپوي او تمویل يې پر غاړه لري ولې بیا هم بریالی بلل کېږي؟

د کورنیو چارو وزارت د نه همغږي او بې وسۍ اظهار ورکړ، ویس احمد برمک وویل چې ډېرو چیغو او ټلیفوني اړیکو يې ستونی خراب کړی دی.

تازه د کورنیو چارو وزارت د روغتيايي برخې مشر د تلفاتو د ډېرېدو یو بل علت په ډاګه کړی دی.

عبدالرزاق سیاووش پرون د داود خان روغتون د ډاکټرانو په ستاینغونډه کې وویل، چې د ونو پاڼې هم د ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو علت دی.

هغه په داسې حال کې د «ونو پاڼې» هم جګړه کې دخيلې بولي، چې یخو سیمو کې د مني په رارسېدو پاڼې هم رژېدلي دي.

هغه وویل: «د ونو پاڼې او باغونه داسې دي چې مقابل لوری ترې پټېږي او زموږ ځواکونه ډېر تلفات ویني.»

په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دولتي ځواکونو تلفاتو چارواکي د وارخطايۍ تر بریده رسولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د