افغانستان

د قطر خبرو اترو په تړاو د اسوشیټیډ پریس جزییات طالبانو رد کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ درې ورځې طالب استازي او امریکايي پلاوی پر خبرو اترو بوخت و، چې په اړه يې اسوشیټيډ پریس مطلب خپور کړی.

د مطلب لیکوالې کاتي ګنان لیکلي، طالبانو پر مؤقته اداره، د دې ادارې لپاره پر مشر او تر شپږ میاشتې ډېر وخت غوښتو هوکړه کړې ده، خو طالبانو دا راپور بې اساسه بللی دی.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: «دا خبرې ابتدایي وې، تراوسه په هیڅ کومه مسئله باندې توافق نه دی شوی، د اسلامي امارت له لوري د افغانستان موجوده وضعیت، په سپیڅلي اسلامي نظام ټینګار او د مسئلې د واقعي حل په اړه ریښتیني حقایق بیان شول، د موقت حکومت یا د راتلونکي ولسمشر او انتخاباتو په اړه چې په رسنیو کې له حقیقت نه لري کوم تبلیغات کیږي، یا د پټو کړیو او اشخاصو له خوا افواهات خپریږي، یا ځیني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري.»

د طالبانو او امریکا مخامخ خبرو اترو حکومت اندېښمن کړی او پرلپسې تکراروي، چې حاشيه کې پاتې شوی دی، خو زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړی.

هغه چې پرون کابل ته را ورسيد، خبریالانو ته وویل، د سولې هڅو ته محتاطانه خوشبین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x