قطر؛ د افغانستان اسلامي امارت، سیاسي دفتر

طالبانو له امریکا سره د دویم پړاو خبرو اترو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا او طالبانو په مخامخ خبرو کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي دویم پړاو خبرو اترو درې ورځې دوام وکړ.

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د سیاسي دفتر له مذاکراتي ټيم سره درې ورځې خبرې اترې کړې دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د تېرې (چهارشنبې، پنجنشبې او جمعې) ورځو د خبرو اترو په تړاو هغه راپورونه بې اساسه بللي چې ګواکې له امریکايي پلاوي سره پر ځینو موضوعاتو توافق شوی دی.

وړاندې اسوشیټيډ پریس داسې راپور ورکړ، چې ګواکې طالبانو پر مؤقته اداره او د دې ادارې لپاره د مشر پر ګمارنې هوکړه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې لیکلي، چې دا ابتدايي خبرې اترې دي او تر اوس پر هیڅ مسئله توافق نه دی شوی.

«دا خبرې ابتدایي وې، تراوسه په هیڅ کومه مسئله باندې توافق نه دی شوی، د اسلامي امارت له لوري د افغانستان موجوده وضعیت، په سپیڅلي اسلامي نظام ټینګار او د مسئلې د واقعي حل په اړه ریښتیني حقایق بیان شول، د موقت حکومت یا د راتلونکي ولسمشر او انتخاباتو په اړه چې په رسنیو کې له حقیقت نه لري کوم تبلیغات کیږي، یا د پټو کړیو او اشخاصو له خوا افواهات خپریږي، یا ځیني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري.»

طالبانو زیاته کړې چې د سولې په برخه کې به د خپلو سرتېرو قربانۍ، د ولس زغم او ملاتړ نه هېروي او ټول جریان به له خپلو سرتېرو او ولس سره شریکوي.

په اعلامیه کې د دې خبرو اترو په اړه د «جزییاتو» په نوم خپرېدونکي کسان تشویش اچوونکي یاد شوي دي.

«دوی په لوی لاس غواړي تشویش او شکوک ایجاد کړي، موږ خپلو مجاهدینو او خپل مسلمان ولس ته اطمئنان ورکوو چې داسلامي امارت استازي به هیڅکله په داسې څه توافق ونه کړي چې هغه د اسلامي اصولو، د اسلامي امارت د پالیسي، د شهیدانو او په سنګر کې د مجاهدینو له سپيڅلو ارمانونو سره سمون ونه لري.»

طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د «مذاکراتي ټیم» په نوم د سیاسي دفتر د مشر شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی ټاکلی دي.

دې پلاوي کې د ښاغلي عباس ستانکزي په ګډون مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد سهیل شاهین، محمد زاهد احمدزی، ملا محمد فاضل اخوند او ملا خیرالله خیرخوا شامل دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

ماته عجیبه ده چی دری ورځی خبری اتری وشی او په هیڅ څه موافقه و نشی.