د امریکا سفیر وايي، د زلمي خلیلزاد بریا ته هیله لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر جان‌ بس وايي، د سولې لپاره په هڅو کې د زلمي خلیلزاد بریا ته هیله لري.

هغه امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د جګړې د ختمولو لپاره د زمینې جوړولو رول پر غاړه لري.

جان بس ويلي: «په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره امریکا یوازې د زمنیه جوړونکي رول لري.»

هغه وویل زلمي خلیلزاد ته هیله لري چې د جګړې ختمولو کې به بریالي شي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ورځې پرلپسې له طالب استازو سره خبرې اترې کړې دي.

طالبان ويلي، د ابتدايي خبرې اترې دي او پر مسائلو توافق ته لا هم وخت پاتې دی.

په ورته وخت کې محمد اشرف غني هم د سولې د هڅو په نوم په منډو ترړو بوخت دی، چې ښکاري د راتلونکو ټاکنو لپاره ضمني کمپاین يې هم له یاده ویستلی دی.

تېره ورځ دا مریکايي پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ ومنله چې طالبان ماتې نه خوړونکی ځواک دی او باید د خبرو له لارې جګړه ختمه کړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د