ټرمپ: د میلياردونو ډالرو مقابل کې پاکستان موږ ته هېڅ نه دي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر پاکستان سختې نيوکې کړي، چې د ميلياردونو ډالرو په مقابل کې يې له امريکا سره هېڅ مرسته نه کړې.

ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، د پاکستان ولس پوهېده، چې اسامه بن لادن د پاکستان سترې پوځي اډې ته بيخي څېرمه اوسېږي، خو موږ ته يې حال نه وايه.

د امریکا ولسمشر زياته کړې، د پاکستان د دغه چلند سربېره يې هم هر کار يو ميليارد او درې سوه ميليونه ډالر ورکول، چې تر دې وروسته به يې هېڅکله ورنه کړي.

پاکستاني چارواکو او پارلماني وکيلانو د ټرمپ څرګندونو توند غبرګون ښودلی  دی.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزيرې شيرين مزاري ويلي، ټرمپ د امریکا جګړې لپاره د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولي او زياته کړې يې ده، چې د امریکايي ولسمشر څرګندونې د امریکا لپاره د خپلو خلکو وژونکو ته د عبرت درس دی.

د شيرين مزاري اشاره په ظاهره د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف او نورو چارواکو ته وه.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند لوړپوړي مشر او پخواني دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان د امریکا لپاره داسې جګړې کړي، چې له امله يې پاکستان اوس هم د اور په لمبو کې سوځي.

د امریکا او پاکستان اړيکې د روان ۲۰۱۸ کال له پيله هغه مهال ترينګلې شوې، چې ولسمشر ټرمپ په يوه ټويټر پيغام کې پاکستان  ته د ميلياردونو ډالرو ورکول حماقت بللی و او پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و، خو څو مياشتې وړاندې دغه اړيکې يو ځل بيا د ښه والي پر لور روانې وې، چې  شونې ده  يو ځل بيا د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې خړې پړې شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا اړیکی د پاکستان سره د زناکارو او فاحشی مثال لری زناکار تل د زنا کولو ناروغی لری ، د فاحشو ښکلا ورته ارزشت نه لری ، مسلکی فاحشی بیا د خپل عزت خرڅولو کی په بیلونو ډالر ترلاسه کوی د یو ځل یا دوه ځلی ځآن کارولو وروسته زناکار هسی په هغو او دغو تیرباسی په داسی حالا کی چه د پخوا په شان خلوت ورسره نه کوی مګر په مکیزونو تری تر پخوا ډیری ډالری ترلاسه کوی