خلیلزاد د سولې شورا له غړو سره وليدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل):د سولې عالي شورا د غړو له نيوکو او اندېښنو وروسته افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د سولې عالي شورا له مشر او نورو غړو سره ليدلي دي.

د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي په فيسبوک پاڼه راغلي، چې زلمي خلیلزاد د سولې روانو هڅو په اړه له دوی سره ليدلي او دغه ناسته يې ګټوره بللې ده.

د خپرې شوې اعلاميې له مخې له زلمي خلیلزاد سره په دغه ناسته کې د سولې عالي شورا مشر کريم خلیلي، مرستيالانو او د سولې شورا يو شمېر نورو مشرانو برخه اخيستې ده.

اعلاميه زياتوي، دغه ناسته تېره شپه ترسره شوې او د سولې شورا غړو د سولې پر وړاندې د شته ننګونو، چانسو او پرمختګونو په اړه له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړي دي.

کريم خلیلي وايي، له خلیلزاد سره په ناسته کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې د سولې لپاره بايد په کور دننه، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه کار وشي، تر څو په هېواد کې امنيت او کراري راشي.

خلیلزاد په داسې حال کې د سولې عالي شورا له غړو سره ليدلي، چې له تېرو څو ورځو راهسې د سولې شورا غړو او يو شمېر نورو سياستوالو رسنيو ته ويلي و، چې خلیلزاد دوی ته د ليدو وخت نه ورکوي او له طالبانو سره ورځې ورځې تېروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د