زلمي خليلزاد له حنيف اتمر سره د مذاکراتو په اړه خبرې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د مسئلې د حل له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان حکومت له چارواکو سره د لیدنو په ترڅ کې نن غرمه د ملي امنيت له پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر سره ليدلي دي.

د ملي امنيت پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر رسنيو ته ویلي دي چې له زلمي خليلزاد سره يې د افغانستان د مسئلې د سياسي حل په اړه خبرې وکړې او نوموړي سره يې د افغانستان د امنيتي وضعيت او اړوندو موضوعاتو په اړه خپل وړانديزونه او معلومات شريک کړل.

اتمر وايي چې خليلزاد ډاډ ورکړی دی او ورته ويلي يې دي چې د امریکا حکومت د افغانستان مسئله د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې حل کول غواړي.

هغه وويل چې خليلزاد د رسنيو هغه خبرې رد کړې چې ګواکې طالبانو سره د مؤقت حکومت په جوړولو موافقه شوې ده.

زلمی خليلزاد په دې وروستيو کې د امريکا د حکومت له لوري په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د استازي په توګه ټاکل شوی دی چې تر دې وړاندې يې هم افغانستان، قطر او د سيمې نورو هيوادونو ته سفر وکړ او داځل په دوهم سفر کې په لسمه ورځ په دې اړه د افغانستان حکومت له چارواکو، د طالبانو سياسي استازو او بيلا بيلو لوريو سره وکتل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د